لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لبرل پاکستان نه منو


د پاکستان د مذهبي گوندونو او تنظیمونو شريک تنظيم ملي یکجهتي کونسل دړکه کړې ده چې په هېواد کې به د لبرل سوچ لرونکي حکومت جوړولو لاره نيسي- د تنظيم په غونډه کې د غیر قانونه گرزول شوي تنظيم جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ویلي دي د وزیراعظم شریف لخوا د لبرل سوچ خبری کولو سخت حیرانه کړی دی- دکونسل مشرانو دړکه کړیده چې اسلامي نظریاتو ته د خطر په وخت به په میلینو خلق سړکونو ته را اوباسي- کونسل د پخواني گورنر سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري ته د مرگ سزا په ورکولو هم سخت خفگان څرگند کړی دی او واېي غازي ته د مرگ سزاغیر اسلامي ده –- خو وتلې مذهبي دانشور قبله ایاز واېي نه خو د پاکستان وزير اعظم نواز شريف او نه د پاکستان ملي یکجهتي کونسل مشران د لبرل ازم په معنا پوهیږي. قبله ایاز دا هم واېي د پخواني گورنر سلمان تاثير قاتل ممتاز قادري ته د تیزندۍ ورکولو عدالتي فیصله ائیني، قانوني اود یکجهتي کونسل غوښتنه غیر ايني او غیراسلامي ده – د پاکستان زیاتره مذهبي گوندونه او تنظيمونه د کونسل غړي دي-

ممتاز قادري د پخواني گورنر سلمان تاثیر محافظ وو - په کال 2011 کې د جون په څلورمه نیټه قادري خپل نیک او د پنجاب گورنر د یو بازار د سفر په وخت په ډزو وژلی و- په پاکستان کې د قانون نه مننکو خلقو سیاسي او مذهبي کومک او پلوي توب او د روښان فکرۍ او جمهوري سوچ مخالفت څه نوی خبره نه ده –

د ملي یکجهتي کونسل په مهمه مشرانو کې شامل حافظ سعيد د خپل تنظيم جماعت الدعوه مشر دی- د جماعت الدعوه د پنجاب صوبې په مرید کې ښار کې په دوه سوه ایکړه زمکه غټ مرکز دی. رپورټونه واېي د جماعت الدعوه جنګي څانګه لشکر طېبه ده- په لشکر طېبه په پاکستان کې د ېو شمېر خطرناکو پېښو کې ککړ کېدو نه علاوه د هند ممبۍ ښار کې په کال 2008 کې د خونړۍ حملوتورونه دي. هند تور لگوي ددغه حملې منصوبه زکي الرحمان لکهوي جوړه کړې وه، لکهوي هند ته په انتهاېي مطلوبه خلقو فهرست کې (موسټ وانټډ لسټ) کې تر ټولو بره دی او دهند استخبارات ور پسې دا وخت ګرزي. د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید امریکه تر هگرگرځولی او په سر ېی ورله 10 ملینه ډالره انعام هم لگولی دی

پاکستان د خپل عمر په 68 کالو کې د نيمې نه زېاته موده د پوځي جرنېلانو د اولس نه په زور اخستې واک کې تېره کړې ده. پاکستان ېو طاقتوره پوځ لري او ځيني څېړونکي په ډاگه واېي د هېواد د داخلي او خارجي تگ لارو د جوړولو اختیارتل د ېو څو سختو مذهبي نظرېو لرونکو کسانو په لاس کې وي. څېړونکي فکر کوي کله چې هم هېواد کې جمهوري حکومت په خپله لاره د تگ کوشش کړی دی نو پوځ ترې یا خو واک په زور اخستی دی یا یې مذهبي مشران د حکومت خلاف ودرولي دي ، څیړونکي واېي مذهبي مشران د پوځ په وینا د اسلام خلاف د ساز‍ش ډنډورا کوي او د جمهوري حکومت په خلاف اولس راپاروي- د پاکستان ځيني څیړنکاران په خپلو خبرو اوليکونو کې د هیواد مذهبي گوندونو ته دپوځ بي ټيم واېي-

وزیراعظم شریف د نومبر په دیارلسمه نیټه د هندوانو د دیوالۍ په مهال ویلي وو د اولس روڼ سبا په جمهوري او لبرل پاکستان کې دی- خو د نواز شريف په حقله خپله ځيني څیړونکي دا خیال کوي چې هغه پخپله په لبرل سوچ یقين نه لري – قبله ایاز واېي نواز شريف هم لکه د کونسل د مشرانو د لبرل په مطلب سم نه پوهیږي او هغه د هندوانو د خوشحالۍ په موقع ليکلی شوی تقریر لوستلی دی - پخپله د نواز شریف ورور او د پنجاب صوبې اعلا وزير شهباز شریف د طالبانو او وسله والو ډلو لپاره تل نرمه خبره کړیده -شهباز شریف طالبانو ته په خپل یو تقرير کې خپل ورونړه ویلي وو-

ځيني رپورټونه واېي د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د دهشتگردو پټ پناځاېونه شته دی خو د ترهگرۍ د چاروڅارونکي د پاکستان پنجاب صوبه د دهشتگردو دزېږولو او پېدا کولو مور گڼي، د پاکستان ډيلي ټائمز وتلې کالم ليکونکې ډاکټرتقي په خپل یو کالم کې ليکي القاعده خپل نوي بچي په پنجاب کې زېږوي ، ډاکټر واېي د نوې القاعده مازغه په پنډۍ زړه په مريدکی او لاس پښې په نور پاکستان کې خواره دي-( پنډۍ ښار کې د پاکستان د ځواکونو مرکز جي اېچ کېو دی) څیړونکي دا هم واېي په پنجاب کې په ګاونډي هیوادونو، او پخپله د هیواد دننه د حملو د منصوبه جوړولو ماهران په حکومتي حفاظت کې ساتل کېږي. څیړونکي پنجاب د دهشت ګردو د مفکورې مرکز گڼي او واېي دغلته د جماعت الدعوه، لشکر طېبه، جیش محمد، سپاه محمد، لشکر جهنګوي، حرکت الجهادالاسلامي، الغازي بریګیډ او په مذهبي نومونو جوړ شوي ېو شمېر نور خطرناک تنظيمونه خپل محفوظه مرکزونه جوړ کړي دي او د اربونو روپو چندې ټولوي- ځکه ځيني څيړونکي د پاکستان د تر هگرۍ په ضد جگړه کې د سکوټې تگلارې دعوا دروغ گڼي او واېي د ترهگرو ونه په پنجاب کې مظبوطه ولاړه ده البته په نور وطن کې خورو شووڅانگو کې یې کله کله ښاخ تراشي کیږي --

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG