لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میخائیل کلاشنکوف د کلاشنکوف دلاسه په وژنو اندیښمن وو


میخائیل کلاشنکوف د روس صدر ولادیمیر پوټن سره
میخائیل کلاشنکوف د روس صدر ولادیمیر پوټن سره
د پښتنو د سیمو سره سره په ټوله نړۍ کې د مشهور ټوپک "کلاشنکوف" موجد میخائیل کلاشنکوف د خپل مرگ نه لږه موده وړاندې اندیښمن وو او د هغه د ټوپک دلاسه په وژنو هغه خپل ځان مجرم گڼلو.
د مرگ نه شپږ میاشتې وړاندې میخائیل کلاشنکوف د روس ارتډاکس چرچ مشر پیټریاک کیریل ته د خپلو اندیښنو ذکر په یو خط کړی وو. میخائیل کلاشنکوف د ډسمبر په میاشت کې د ٩۴ کاله په عمر کې ساه ورکړه.
د میخائیل کلاشنکوف خط د روس ایزویسټه ورځپاڼې د گل په ورځ شائع کړی دی.
میخائیل کلاشنکوف د چرچ مشر ته خپل خط کې لیکې: "ځما روحاني درد د زغم نه دی. ځما په ذهن دا پوښتنه مستقل پرته ده چې که چرې ځما ټوپک د خلکو ژودونه اخېستې دي نو بیا خو زه د خلکو په وژنو مجرم یم که دا خلک دښمنان هم ولې نه وو؟"
ایزویسټیه وايي د چرچ مشر میخائیل کلاشنکوف ته په ځواب کې ولیکل چې که څوک هم د خپل وطن دحفاظت د پاره وسله استعمالوي نو کلیسا ددې ملاتړ کوي او د وسله جوړونکې او ددې استعمال کونکی عسکرو ډله کوي، یعني مذهبي مشر په وسوسو سر میخائیل کلاشنکوف ته ډاډ ورکوي چې د وطن د حفاظت د پاره وسله جوړول یا استعمالول څه د جرم کار نه دی.
پادري ته خپل خط کې میخائیل کلاشنکوف دا اعتراف هم کوي چې هغه د ٩١ کالو په عمر کې په وړمبي وار کلیسا ته ورغلو او په رسمي توگه عیسائیت کې شامل کړی شو.
میخائیل کلاشنکوف د ٢٠ کالو وو چې کال ١٩۴٧ کلاشنکوف یا ای کی فورټې سیون ټوپک يي ایجاد کړو.
د میخائیل کلاشنکوف تعلق د سائیبریا د دهقانانو کورنۍ سره وو او د کلاشنکوف ایجاد کولو خیال ورته د هسپتال په کټ ورغلی وو. جنگ کې د زخمي کیدو ورسته هسپتال کې داخل شوی وو.
ای کی فورټي سیون د کلاشنکوف اټومیټک مخفف دی او د انگریزۍ شمیره فورټي سیون یا ۴٧ م ١٩۴٧ کال ظاهره وي چې کلاشنکوف پکې ایجاد شوی وو.
میخائیل کلاشنکوف ته د هیرو اف رشیا ایوارډ ورکړی شوی وو خو په مالي توگه هغه د کلاشنکوف د ایجاد نه څه گټه نه وه پورته کړې ځکه چې هغه په رسمي توگه ټوپک پیټنټ یا په خپل نوم درج کړی نه وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG