لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميکسيکو کې چاؤدنه،25 کسان مړۀ


دميکسيکو دداخله وزير وينا ده چې دسرکاري تيلو دکمپنۍ پيميکس دميکسيکو ښار کې موقعيت لرونکي هيډکوارټر کې دزيارت په ورځ دترسره شوې چاؤدنې له امله دوژل شوؤ کسانو شميره 25ؤ ته رسيدلې او د100ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي.
دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې د 54 پوړيزې پيميکس په ودانۍ کې شفټونه بدليدل، چاؤدنه دپيميکس دودانۍ سره نزدې دموقعيت لرونکې يوې بلې ودانۍ په ښکتنو برخو کې شوې.
دريډکراس ايمبولينسونه او هيلي کاپټرې ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول دودانۍ دملبې څخه دوژل شوؤ کسانو دمړو راويستو کار روان دى.
دميکسيکو داخله وزير ميگوئيل انجل اوساريو چونگ وائي چې دغه چاؤدنه دکومو وجوهاتو او دقيق ځايې يې څه ؤ په دې اړه به دپلټنو انتظار کول وي.
دهغه وينا ده چې اوس زمونږ اوليت دودانۍ په راپريوتې ملبه کې دگيرو کسانو راويستل دي.
هغه زياته کړه چې وفاقي او ښاري ايجنسۍ او شخصي امدادي تنظيمونه دپيښې پځايې کې روان کار کې مدد کوي.
دچاؤدنې له امله داوښتو تباهو دجاج اخستو لپاره دميکسيکو صدر انرگيو پينه نائيټو دپيښې دځايې دوره کړې ده.
هغه دوژل شوؤ او ژوبل شوؤ کسانو دکورنو سره دخواخوږۍ څرگندونو لپاره دغمرازۍ يو بيان جاري کړى اؤ دچاؤدنې دعلت دپلټنو امر يې کړى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG