لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن او مکه شریفه کې د تندروۍ خلاف یو غږ


د جامعه الااظهر مشر خطیب شیخ احمد طیب د مسلمانانو په مقدسه ښاریه مکه کې د تقرير په وخت ویلی اسلام د یو نه زغمونکي مذهب په توگه ځکه پیژندل کیږي چې د قران اوداسلام پیغمبر(ص) د ژوند تشريح د تاريخي ناپوهۍ په وجه سمه نه ده شوې- د دهشت گردۍ په ضد جگړې په سرخط غونډې ته وینا کې شیخ احمد دا هم ویلي چې د مسلمانانو تر مینځه د اتفاق په خاطر په درسونوکې هاغه ټول تشريحات سمول پکار دي چې د نورو عقیدو خلاف کرکه راپاروي- ښاغلي شیخ ویلي د تندرولخوا دمسلمانانو د مرتد گرزولو دا روایت وس ختمول پکار دي- ښاغلي شیخ دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د سعودي عرب د وهابي او سلفي مفکورې تر اثرلاندې القاعده او ددغه نه هم زیاته خون کاره ډله داعش او د ډلې خپل سره خليفه ابو بکرالبغدادي د خپلو مخاليفينو د وژلو او پرې په زور د حاکميت قائمولو غږ کړې او دا هر څه یې د اسلامي روایتو سره سم ګرځولي دي-

د مینځني ختیز او جزائر عرب په مسلمانانو هیوادونو کې د شیعه او سني تر مینځه او په خاصه توگه په پاکستان کې د مسلکي کرکې کچه ډیره لوړه ختلې ده- که په شام او عراق کې داعش اسلامي ریاست خپل مخاليفين وژل روا گڼي نو په پاکستان کې د دیوبندي مکتب مننونکي طالبان - شیعه گان مسلمانان نه مني او پرې ځان مرگي حملې کوي- خپل سیاسي مخالفينو په خاصه توگه پښتنومشرانو خلاف د کفر ښکاره فتوې ورکوي- په کابل کې په 1996 کې د پښتون مشر ډاکټرنجيب د وژلو نا په کال 2012م پیښور ښار کې د بشير بلو تر وژلو په شا د وهابي مفکورې مننونکي طالبان ولاړ دي- په هیواد کې احمدیان په سرکاري توگه کافران گرزول شوي - په مدرسو او سکولونو کې چې کوم مذهبي تعليمات ښودل کیږي په هغې کې د عقیدې مخاليفينو په ضد د منطقي مکالمې او دليل په ځاېې د رد او فتوې تاثر موجود وي – په جماعتونو کې امامان په خطبو کې د مخاليفينو په ضد په واز کومې د نفرت او کرکې نه ډک تقريرونه کوي – او د سوونو په شمیر کې مسلَکي تنظیمونو د هیواد په زیاتره سيمو کې ځان ځانله مننونکي او جماعتونه جوړ کړي- ددغو تر مينځه د بیلتون او کرکې مثالونه دادي چې په یو بل د کفر غږ کوي، د یو مسلک مننونکي په بل پسې نمونځ نه کوي، د یو بل جنازه نه کوي او په خاصو مذهبي ورځو لویې لویې جلوسونه اوباسي-

په مکه کې شیخ طیب په خپله خطبه کې واېي چې د زغم نشتوالې د پیغمبر اسلام او د قران د نیمگړي پوهې او تاريخي غلطو تشريحاتو نتيجه ده او غوښتنه کوي چې اوس پکې د اصلاحاتو ضرورت دی هم په دغه موضوع د ډیوه سره په خبرو کې د اسلامي علومو ماهر او په پیښور کې د شیخ زید اسلامک مرکز ډایریکټر پروفیسر دوست محمد واېي چې واقعي اسلامي تعليمات غلط تشريح شوي. ښاغلې دوست محمد واېي چې د خپل سره تشريحاتو دا لړۍ د پیغمبر (ص) په زمانه پسې سمه د بنو اُميه او بنو عباس د اختلافونو نه شورو شوې او تر دې دمه راروانه ده- ښاغلې دوست محمد واېي چې مذهبونه په اکثره زمانو کې د شخصي مقاصدوپوره کولو د پاره استعمال شوي - دوست محمد مني چې اوس د اصلاحاتو وخت راغلې خو دغه اصلاحات د قران د تعلیماتو په رڼا کې هغه خلق کولې شي چې نه یواځي په قران سمه پوهه لري ولي د عصر وي د تقاضو او ضرورتونو نه هم سم خبر وي- دهغه په خیال د شخصیتونو د خود غرضو د لاسه مذهب اسلام د ټکراؤ یوه اړخیزه مخ دنیا کې په خلقو تپل شوې-

تیره اونۍ د امریکې د صدر په استوگن ځایې وائټ هاوس کې د پرتششدده دهشت گردۍ د مخ نیوي سرمشریزه غونډې ته په وینا کې صدر براک اوبامه اوویل چې دغه دروغ دي چې غرب د اسلام په ضد دی- هغه دا هم اوویل چې شرخوښي د مذهب اسلام نمایندگي نه شي کولې- صدر براک اوبامه په خیال تششدد کونکي دهشت گردان دا تاثر ورکوي چې گني د تهذیبونو ترمنځه جگړه روانه ده- په واشنگټن غونډه کې د پاکستان په گډون د اسلامي نړۍ نه اسلامي مفکرين موجود وو او په دې صلاح وو چې داعش د اسلام نه د خپلو خوښود مقاصدو لپاره کار کوي- په واشنگټن کې د مسلمانانو د اړيکو د شورا څیړنکار سیف انعام د ډیوه ریډیو سره خبرو په وخت ویلي چې القاعده او داعش د اسلام مفکوره د خپلو مقصدونو د پاره کاروي هغه واېي د ددغو ډلو پروپیگنډو ته د اسلام په تول پوره کوټلې ځواب ویل پکار دي- په رائیل یونائیټډ سروسیز انسټي ټیوټ لندن کې څیړنکار افضل اشرف د ډیوه ریډیو سره په خبرو کې د امریکې د صدر لخوا په غونډه کې په شعوري توگه د اسلامي تندورۍ په پرتله د پرتششدده تندروۍ د ټکي کارولو ستائینه کړې او واېي چې که چري غربي مشرانو د اسلامي تندروۍ ټکې استعمال کړې وې نو دا به داعش د خپلو مقصدونو لپاره استعمالولې.

په واشنگټن او مکه کې د اسلام او دهشت گردۍ په موضوع نړیوالو غونډو کې د داعش ،القاعده او دطالبانو په شمول ورسره تړلو ټولو دهشت گردو ته دغه پیغام ورکړې شوې چې دوېي د اسلام نا بلکې د دهشت گردۍ نمائندگان دي – خو دا عمل هله کامیابیدلې شي چې په ټوله نړۍ کې اسلامي حکومتونه د د هشت گردو د ټکراؤ مفکوره غیر اسلامي مفکوره وگرزوي او د مذهب اسلام یو داسې سپېځلې رُخ راوړاندې کړي چې شخصیتونه یې د خپلو ذاتي مقاصدو یا نيمگړو پوهو په بنیاد د ټکراؤ لپاره نه شي کارولې – په پاکستان تور دی چې د ریاستي مقاصدو لپاره ېی مذهبي جنون ته وده ورکړې- خو دا وخت چې پاکستان خپله د دهشت گردو د کومو خونړو حملو سره مخ دی نو څېړونکي واېي چې د واشنگټن نه تر مکې پورې د کرکې مفکورې خلاف د سپينې رڼې تگ لارې سره څنگ په څنگ ورته اودریدل پکار دي

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG