لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوکرين کې د ملايشيا د مسافرو ډکه الوتکه لوېدلي


د يوکرېن د صدر پېټرو پورشينکو د ملايشيا د لوېدلې بوئنگ ۷۷۷ په اړه وئيلي ، چې دا د ترهگرۍ پېښه ده .
د يوکرېن د صدر پېټرو پورشينکو د ملايشيا د لوېدلې بوئنگ ۷۷۷ په اړه وئيلي ، چې دا د ترهگرۍ پېښه ده .

د ملايشيا د مسافرو الوتکه چې د زيارت په ورځ د ايمسټرډېم څخه کوالالمپور ته روانه وه ، او پکې د الوتکې د ۱۵ کارمندانو سره ۲۸۰ مسافر سواره وو ، د ختيز يوکرېن د روس پولې ته نزدې هغه سيمه کې لوېدلې ده ، چرته د يوکرېن د حکومتي پوځ او روس پلوه باغيانو ترمينځ جهگړه روانه ده .

د خبري ادارې اېسوسي اېټډ پرېس (ای پي) د ملايشيا د لوېدلې الوتکې په اړه خپل راپور کې د يوکرېن د چارواکو د قوله وايي ، ملايشين الوتکه چې پکې ۲۹۵ مسافر سواره وو ، ويشتل شوې ده . ولې حکومت او روس پلوه بېلتون خوښو د دغې خبرې رد کړی دی .

د يوکرېن د صدر پېټرو پورشينکو د ملايشيا د لوېدلې بوئنگ ۷۷۷ په اړه وئيلي ، چې دا د ترهگرۍ پېښه ده . نوموړي په نړيواله سطح د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده چې ځواکونو يې الوتکه نه ده په هدف کړې .

بل لور ته د امريکې صدر باراک اوباما د زيارت په ورځ روز ډيلاوئير کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وئيلي ، چې زمونږ لمړۍ هڅه دا ده ، چې مالومه کړو الوتکه کې کوم امريکايې وگړی خو سور نه ؤ .

باراک اوباما د الوتکې لوېدو د پېښې د پلټنې کولو په لړ کې د مرستې کولو پېشکش کړی ، چې مالومه کړی شي چې الوتکه څنگه وغورځېده .

نوموړي وئيلي امريکا د ضروري مرستو دپاره تياره ده چې الوتکه څنگه او ولې ولوېده . د امريکې صدر وئيلي ، د يو ملک په حېث زمونږ همدردۍ د الوتکې د پېښې د ښکار مسافرو او د هغو د کورنو سره دي .

د سپينې ماڼۍ ترمخه له دې وړاندې د زيارت په ورځ د روس صدر ولادې ميرپيوټن د امريکې صدر باراک اوباما سره د الوتکې د غورځېدو په پېښه خبرې کړي دي .

د راپورونو ترمخه د الوتکې غورځېدو په ځايي نزدې ۱۰۰ مړي ترلاسه شوي دي .

له دې وړاندې د روان کال د مارچ په مياشت کې هم د ملايشيا يو الوتکه اېم اېچ ۳۷۰ چې د کوالالمپور څخه د چين بيجنگ ښار ته روانه وه ، او د الوتکې د املې سره پکې ۲۳۹ مسافر سواره وو ، بې درکه شوې وه .

نزدې د څلورو مياشتو د لټون وروستو هم د ملايشيا د دغې بې درکې شوې الوتکې په اړه کوم درک نه دی مالوم شوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG