لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټویټر په ملاله څه وائي


د سماجي روابطو ویب پاڼې ټویټر باندې د نړۍ د گوټ گوټ نه وتلي شخصیاتو، لیکلوالانو، تبصره کونکو او چارواکو په یو اواز د سوات په ملالې د طالبانو د حملې او د تندروه نظریاتو غندنه کړې ده.
شاهين صحبايي د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې ایډیټر یا مدیر دی. په ټویټر لیکي په ملالې د حملې په ترڅ کې طالبانو وومنله چې دومره وېریدلې دي چې اوس په معصومو جینکو حملې کوي خو ملاله به روغه شي، یوه هیرو به شي او گڼ شمیر خلک به د شرم سره مخامخ کړي.
بینا سرور هم لیکواله ده او د زنانو د حقوقو د پاره فعاله کارونکې ده په ټویټر وائي اوس چې طالبانو زمه واري قبوله کړې ده نو نور ټول گوندونه باید د طالبانو غندنه ووکړي او امنیتي ادارې دې د طالبانو خلاف گامونه واخلي.
د پاکستان د کورنو چارو وزیر رحمان ملک په ټویټر په خپله پاڼه لیکي زه په خپل قام فخر کوم ځکه چې په مشکل وخت کې مونږ ټول په یو ځايې د یو بل سره ودریږو. ترهگر نه پاکستانیان او نه مسلمانان دي.
ملگرو ملتونو کې د امریکې نمائنده مشن په ټویټر په خپله پاڼه لیکلې د پاکستان آئنده د ملالې او د هغې په رنگ د نورو بهادرو جینکو دی.
او د زنانه ؤ د حقوقو بله فعاله کارکونکې ماروي سرمد ملالې د پاره په ټویټرد خپلو جذباتو څرگندونه د اردو په دې شعر کې کوي: بهاؤ خون درس عام یهې هی، مې کافر هون اگر اسلام یهې هی، یعنې وینه بیول که عام سبق وي او که چرې اسلام هم دغه رنگ وي نو زه کافر ښه یم.
ملالۍ ته سوات کې د امن غږ پورته کولو په سرد پاکستان د امن قامي انعام ورکړی شوی دی. د نهې په ورځ سوات کې په هغې په داسې مهال حمله شوې چې د سکول نه کور ته روانه وه. او نن پیښور کې ډاکټرانو وئیلي د کامياب اپريشن په ذريعه يي د ملالې د سر سره نزدې نښتې گولۍ راويستل شوې ده.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني هسپتال کې دملالې يوسفزۍ او دهغې دکورنۍ دغړو سره ليدنه کړې او په هغې يې ترسره شوى بريد دنفرت جوگه ترهه گري گرځولې ده.
طالبانو تسلیم کړې ده چې په ملاله یوسفزۍ يي حمله ځکه کړې چې د ددوې په وینا هغې سیکولر یا لادینه نظریات خپرول. طالبانو وئیلې که چرې ملاله ژوندۍ وي نو بیا به هم پې برید کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG