لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله، ډیوه او مشاعره


ضیاالدين یوسفزئ زما گس لاس ته ناست و- هغه چې خپل کلام واورولو نو ماته یې اووې- اوس په ملاله شعرونه واوروه!

د امریکې په سر ښار واشگټن ډي سي کې د نړۍ د یو شمیر قامونو نمایندگي کوونکو میلمنو په وړاندې د ضیا دغه غیر متوقع خواهش زه بيخي گنگس کړمه— او ما لا څه—د څه ویلو هڅه کوله چې ضیا بیا گویا شو "غم مه کوه-ددې پلار به یې هم واېي"

د ضیا د پلارتوب د نورو پښتونو خصلتونو د اظهارونو نه مخکې ما ملاله پوډيم ته راوبلله ، باجود ددې چې ماته معلومه وه ملاله پخپله شعر نه ليکي— خو ملاله ډیره میړنۍ ده-- هغې د ښاغلي درویش دراني شعرونه خوښ کړي وو—

چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وينو رنگ شي

باداره دغه جنگ دې د وطن اخري جنگ شي.

که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونگ شي.

تر څو به دوېي په کلي کلي گرځي دا به واېي

چې دا میئنه دې ورانه شي او هغه کور دې ړنگ شي.

د ملاله سره د وي او ای ډیوه د غونډې خبر په لانديني لينک لوستلی شئ

http://www.voadeewaradio.com/content/malala-voa-deewa-dc-event/2940802.html

د غونډې ویډیو رپورټ

ملاله، ډیوه او مشاعره
please wait

No media source currently available

0:00 0:20:40 0:00

د ملاله یوسفزئ سره د وي اوای ډیوه لخوا په نیوزیم مرکز کې د غونډې په میلمنو کې د پښتنو او امریکایانو نه علاوه د نړۍ د یو شمیر هیوادونو په امريکاېي پوهنتونونو کې ذده کونکي هم موجود وو - د خوند خبره داوه چې هاغه میلمانه چې په پښتو ژبه نه پوهیدل هم مشاعره ډیره په غور او خوند اوریدله— د مشاعرې په پاېی کې ما او بختور شاه صیب یو خواته ولاړ وو چې یوه امريکاېي میرمن راغله- هیلو آي ایم شاونا – دي پوېټري سېشن واز امیزينگ – په امريکن پوهنتون کې د مالديپ د طب یوه طالبلعلمه آنجو هم مونږ سره د جوړ پخیر نه ورستو اووې "واؤ--اِټ واز ویري نائیس" – دغه دواړه میرمنې په پښتو نه پوهیدلې نو مونږ ترې تپوس وکړو – خو تاسو ته خو پښتو نه درځي نو بیا څنگه ویلې شئ چې تاسو ته یې خوند درکړو؟- هغوېی راته وار په وار اووې"وي انجوائ اټ – وي انجوائ- دي وی یو وَر ريسائټینگ اِټ اینډ وي انجواېی د باډي لينگوج اف پوېټس"

د مشاعری خصوصي میلمه ضیاالدين یوسفزئ د نظم "امن ټينگ ساتل جهاد دی" یو څو بیتونه –

جنگ دهشت دی نفرتونه-

جنگ کړي وران آباد کورونه

جنگ په وينو باندې رنگ کړي

جماعتونه مندرونه

جنگ د فن په مرۍ زور کړي

کړي تالا لطافتونه

هر مذهب له مينځه یوسي

ړنگ شي لوېی لوېی تهذیبونه-

جنگ په زمکه مور انبار کړي

د بارودو انبارونه-

دمشاعری صدارت وتلي خبریال او شاعر بهروز خان کولو او خصو صي میلمه یې ضیالدين یوسفزئ و - په نورو شاعرانو کې فوزیه انجم بي بي، ناهيد سحراو بختور شاه نه علاوه ما هم د کوربه په هېڅ خپل شعرونه واورول-

مشاعره په ویډیو کې وگورئ

د نوبل امن جائزه گټونکې ملاله سره د پښتو مشاعره
please wait

No media source currently available

0:00 0:18:48 0:00

په دغه غونډه کې په لومړي ځل ما د ملاله د مور بي بي تور پیکۍ سره هم وليدل- ملاله واېي په خپله مور نازیږي او واېي مور یې ډیره تکړه ښځه ده- واقعي تور پیکۍ بي بي ډیره تکړه ده، ماته یې وییل زه تا پیژنم ستا ټول پروگرامونه به مې کتل خاص کر هغه پروگرامونو به ډبر خوند راکوو چې د بې وسو خلقو په مسلو به تیار شوی وو-

ضیا الدين یوسفزئ په خپله وینا کې یو ځایې اوویل چې کله ملاله د طالبانو په حمله کې ډیره ژوبله شوه ، خبری یې نه شوې کولې او ډاکټرانو به راته څه قوي خبره نه کوله نو تور پیکۍ به تپوس اوکړو زما لور به بیا لکه د بلبلې سندرې اوواېي که نا؟

او ملالې چې نن په سټېج د دروېش شعر وییلو نوما فکر کوو، چې د تورپیکۍ به اوس په دې خبره یقين شوی وي چې د مینې او د امن سندره نه خوڅوک طالبان وژلې شي او نه څوک د ړندو، تیارو لارو مننوکي جنونیان!!

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG