لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: دائي اېس ائي نوی مشرلفټننټ جنرل رضوان اختر وټاکل شو


رضوان اختر په کراچۍ کې د رينجر ځواکونو مشر ؤ ، او د نوموړي په مشرۍ کې کې کراچۍ کې رينجرو د وران کارو په ضد په غټه کچه عمليات کړي دي .
رضوان اختر په کراچۍ کې د رينجر ځواکونو مشر ؤ ، او د نوموړي په مشرۍ کې کې کراچۍ کې رينجرو د وران کارو په ضد په غټه کچه عمليات کړي دي .

د پاکستان د پوځ پينځه مېجر جنرالانو ته د لفټننټ جنرل څوکۍ ته ترقي ورکړی شوې ، چې پکې د ملک تر ټولو مهمې خفيه ادارې انټرسروسز انټيلي جنس ائي اېس ائي نوی مشر لفټننټ جنرل رضوان اختر ټاکل شوی دی .

وزيراعظم نوازشريف د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په تجويز نن د گل په ورځ د ملک تر ټولو مهمې خفيه ادارې انټرسروسز انټيلي جنس ائي اېس ائي د نوي مشر او دې سره د ځمکني پوځ نورو پينځه ؤ مېجر جنرالانو ته د لفټننټ جنرل په څوکۍ ترقي ورکړې ده .

د ائي اېس ائي نوی ټاکل شوی مشر لفټننټ جنرل رضوان اختر له دې وړاندې په کراچۍ کې د رينجر ځواکونو مشر ؤ ، او د نوموړي په مشرۍ کې کې کراچۍ کې رينجرو د وران کارو په ضد په غټه کچه عمليات کړي دي .

راپورونه وايي لفټننټ جنرل رضوان اختر به د اکتوبر د مياشتې په لمړۍ اوونۍ کې د ائي اېس ائي د مشرۍ څوکۍ سمبالوي .

پاکستان کې د پوځ د سر لښکر په تجويز وزيراعظم د ائي اېس ائي مشر تعينات کوي .

د پوځ مشر جنرال راحيل شريف نورو پينځه ؤ مېجر جنرالانو ته هم د لفټننټ جنرل په څوکۍ ترقي ورکړې ده .

د پوځ وياند مېجرجنرال عاصم باجوه د سماجي رابطو په ويب پاڼه ټويټر باندې خپل پيغام کې د لفټننټ جنرل څوکۍ ته د ترقي کوؤنکو افسرانو نومونو وئيلي ، چې پکې رضوان اختر ، حيات الرحمان ، هلال حسېن ، غيور محمود، نذيربټ او نويد مختار شامل دي .

د پوځ د وياند ترمخه لفټننټ جنرل هدايت الرحمان کور کمانډر پېښور ، لفټننټ جنرل نويد مختار کور کمانډر کراچۍ ، لفټننټ جنرل هلال حسېن کور کمانډر منگله ، لفټننټ جنرل غيور محمود کور کمانډر گجرانواله او لفټننټ جنرل نذير بټ د کميونيکېشن اېنډ انفارمېشن مشر ټاکل شوی دی .

که هر څو دغه عهدې پخپل خپل ځايې ارزښت لري خو د پاکستان د پوځ دننه د پوځي سرلښکر نه پس دائي ايس ائي د مشر څوکۍ تر ټولو زياته اهمه ده .

اکتوبر کې چې به کوم پوځي مشران ريټائر کيږي په هغوي کې د ائي اېس ائي مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام په ګډون کورکمانډر منګله ليفټننټ جنرل طارق خان ، کورکمانډر گجرانواله ليفټننټ جنرل سليم نواز، کورکمانډر پيښور ليفټننټ جنرل خالد رباني او د کراچۍ کورکمانډر ليفټننټ جنرل سجاد غني شامل دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG