لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طرابلس : اسلامي ملېشې هوايي اډه باندې قبضه کړې


راپورونه وايي د زنتان ملېشې د وسله والو دغه هوايي اډه د درېو کالو راهسې په ولقه کې وه .
راپورونه وايي د زنتان ملېشې د وسله والو دغه هوايي اډه د درېو کالو راهسې په ولقه کې وه .

د ليبيا په ساحلي ښار مصراته کې اسلامي ميلېشې د خپل مخالفه زنتان نومې ډلې ته ماتې ورکړې ، او د طرابلس هوايي اډه يې په خپله ولقه کې اخستې ده .

د مصراته يو وياند وئيلي ، چې د شپږو اوونو راهسې روانه جهگړه کې د لوئيديزې غرئيزې علاقې سره تعلق لرونکې طاقتورې ملېشې ته ماتې ورکړی شوې ، او اسلامي ملېشې هوايي اډه باندې قبضه کړې ده .

راپورونه وايي د زنتان ملېشې د وسله والو دغه هوايي اډه د درېو کالو راهسې په ولقه کې وه .

د راپورونو ترمخه که دغه ادعا رښتونې وي ، نو مطلب به يې دا وي ، چې د قام پرستو جنگيالو غټه ماتې خوړلې ده ، چا چې معمر قذافي ته د ماتې ورکولو وروستو د کال ۲۰۱۱م نه د دغې هوايي اډې واک سمبال کړی ؤ .

راپورونه وايي تېره شپه د ليبيا په پايه تحت کې د اسلام پالو په ځالو د نامالومه فريق لخوا دوه فضائي بريدونه شوي ، چې پکې لږ تر لږه ۱۰ جنگيالي وژل شوي ، او څو نور ژوبل شوي دي . اسلام پالو د دغو حملو تور په مصر او متحده عرب اماراتو پورې کړی دی .

ليبيا کې د تېرو څو اوونو راهسې د روانې جهگړې مرکز د طرابلس هوائي اډه او بن غازي ښار دی ، او راپورونه وايي د جهگړې په نتيجه کې د طرابلس هوايي اډې ته په غټه کچه زيان اوختی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG