لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوباني د قبضې جګړه سخته شویده.


کردستان ورکرز پارټۍ د ترکې نه د آزادۍ لپاره د لسوه کالو نه سوا موده وسله واله جګړه کړیده
کردستان ورکرز پارټۍ د ترکې نه د آزادۍ لپاره د لسوه کالو نه سوا موده وسله واله جګړه کړیده

د شام او ترکي په پوله پروت کوباني ښار ګوټي د کنټرول لپاره د اسلامک سټېټ تندروه ډلې وسله والو او کردي ځواکونو تر مېنځه سخته جګړه روانه ده. کردي ځواکونه هڅه کوي چې پدغه ښارګوټي کې د تندروه ډلې اسلامک سټېټ پرمختګ اودروي. د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ وېلي د امریکا ، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو جنګي جهازونو د اتوار په ورځ دری هواېي بریدونه تر سره کړي او په دغه هواېي کارواېې کې د داعش مضبوط ځاېونه په نښه کړی.

په برطانېه کې مېشت د شام د بشري حقونو یو ډلې بیا وېلي په روانه جګړه کې تندروه ډلې ته زیات ځاني نقصان رسېدلې. د ملګرو ملتونو سر منشي بان- کي- مون تیره ورځ وېلي وو د کوباني د قبضې لپاره جګړه کې د زرګونو خلکو ژوند د خطر سره مخ دی. ښاغلي بان – کي – مون په دواړه خواو غږ کړی وو اولسي وژنه دی اودروي او عام خلک دی د جګړی نه اوساتي.

پدغه سېمه کې کار کونکو د ملګرو ملتونو چارواکو خبردارې هم ورکړی که چرې کوباني د ترهګرو لاسو ته ورځي نو دغلته پاتې ۱۲۰۰۰ عام کردان چې پکې په سلګونو سپېن ګېري او بوډاګان هم دي وژل کیدې شي. د بشري حقونو یوی ډلې وېلي چې ترهګره ډله اسلامک سټېټ د کوباني ۴۰ فېصده برخي ګنټرول لري.

پداسې حال چې د اتوار په ورځ په کوباني کې سخته جګړه روانه وه او کردي ځواکونه د دغه مهم ښارګوټي دفاع کوي. د ترکي ځواکونه تراوسه پورې د خپلې پولې سره لګېدلي دغه جګړی کې برخه نه اخلي.د ترکي په صدر رجب طیب اردګان نړیوال فشار دی چې په دغه جګړه کې دی د کردي ځواکونو مرسته اوکړي چې کوباني ښار ګوټې د تندلارو لاسو ته ورنه شي.

ترکي یره لري چې د کوباني کردي ځواکونه په ترکي کې دننه د کردستان ورکرز پارټۍ سره اړیکې لري
ترکي یره لري چې د کوباني کردي ځواکونه په ترکي کې دننه د کردستان ورکرز پارټۍ سره اړیکې لري

خو د ترکي حکومت تر اوسه پورې پدغه جګړه کې د شریکدو نه انکار کړیدی. ترکي یره لري چې د کوباني کردي ځواکونه په ترکي کې دننه د کردستان ورکرز پارټۍ سره اړیکې لري. کردستان ورکرز پارټۍ د ترکې نه د آزادۍ لپاره د لسوه کالو نه سوا موده وسله واله جګړه کړیده. او انقرې او واشنګټن دوانړو دغه ډله ترهګره ډله هم ګرځولې ده.

د ترکي د دغه اندیښنو په ځواب کې د امریکا د دفاع سکتر چګ هېګل د خالي په ورځ وېلي واشنګټن پدغه لړ کې د انقره سره ګټه وری خبری کړیدي چې په شام کې دننه موجود ځنې وسله وال د اسلامک سټېټ پرضد جګړی له تیار کړي. ښاغلي هیګل دغه خبری د خالي په ورځ د چلي په سرښار کې کړي او زیاته کړی ېی وه امریکا به د ترکي پوځي چارواکو سره د تربېې په دغه پروسه خبری اتری کوي. د امریکا د دفاع سکتر زیاته کړی په کوباني کې حالات ډیره کړکیچن دي خو دا ېی هم منلي چې اعراقي ځواکونو په بغداد کې پوره کنټرول تر لاسه کړی او دوي دغلته خپل ځان نور هم مضبوطوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG