لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ: ماشوم ته د پوليوقطرو ورکولو نه انکاري پلار جېل ته لېږل شوی


د ماشوم د پلار سره يو پټواري او د صحت د محکمې دوه اهلکار هم معطل کړی شوي او د (تين اېم پي او) لاندې د ډېره اسماعيل خان جېل ته استول شوي دي .
د ماشوم د پلار سره يو پټواري او د صحت د محکمې دوه اهلکار هم معطل کړی شوي او د (تين اېم پي او) لاندې د ډېره اسماعيل خان جېل ته استول شوي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په کوهاټ ضلع کې يو پلار چې خپل ماشوم ته يې د پوليو ضد قطرو ورکولو نه انکار کړی ؤ ، ضلعې انتظاميي نيولی او جېل ته يې لېږلی دی .

د کوهاټ ضلعې د ډپټي کمشنر وياند قاضي عظمت په وينا د خالي په ورځ د ماشوم د پلار سره يو پټواري او د صحت د محکمې دوه اهلکار هم معطل کړی شوي او د (تين اېم پي او) لاندې د ډېره اسماعيل خان جېل ته استول شوي دي .

تين اېم پي او کې يو کس د ۳۰ ورځو پورې جېل کې بندولی شي .

قاضي عظمت وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د نومبر په مياشت کې د کوهاټ د عبدالصمدبانډې په ډوډه علاقه کې يو ماشوم چې محمد نوميږي او درې کاله عمر يې دی ، هغه د پوليو ښکار شوی ؤ .

وروستو د ډپټي کمشنر په وينا د دغې کېس په پلټنه کې مالومه شوه ، چې د ماشوم پلار مولانا يوسف چې د علاقې مُلا هم دی ، خپل ماشوم ته يي د پوليو د قطرو ورکولو نه انکار کړی ؤ .

ځکه مولانا يوسف د پوليو قطرو ورکولو نه په انکار ، او ځايي پټواري محسن اقبال او د صحت د محکمې دوه اهلکار شهزاد ميراو زرجانان د لاپرواهۍ په سر معطل کړی شوي ، او جېل ته لېږل شوي دي .

د نوموړي په وينا پټواري او د صحت چارواکو وخت د سر نه د دغې کېس په اړه ضلعي انتظاميې ته خبرداری نه ؤ ورکړی ، ځکه هغويې ته سزا ورکړی شوې ده .

د ډپټي کمشنرد وياند ترمخه له دې وړاندې هم په تېرو درې څلورو مياشتو موده کې ۵۶ کسان چې ماشومانو ته يې د پوليو ضد قطرو ورکولو نه انکار کړی ، جېل ته لېږل شوي دي .

پاکستان کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبائيلي سيمې د پوليو د رنځ نه تر ټولو زياتې اغېزمندي سيمي دي .

صوبايي حکومت ډپټي کمشنرانو او گورنر د قبائيلي علاقو پوليټيکل ايجنټانو ته هدايات ورکړي ، چې کوم پلار خپل ماشوم ته د پوليو قطرو ورکولو نه انکار کوي ، نو هڅه کوئ چې دغه کس پوهه کړی شي ، او که بيا هم انکاري وي نو جېل ته دې ولېږل شي .

پاکستان کې تېرکال د پوليو ۳۰۳ کېسونه مخې ته راغلي ؤ ، چې زياته شمېره پکې قبائيلي سيمو او بيا خېبرپښتونخوا صوبه کې ريکارډ شوې وه .

پاکستان ، افغانستان او نائيجيريا دا وخت د نړۍ هغه درې هېوادونه دي ، چرته وس هم د پوليو جراثيم شتون لري ، او پاکستان د پوليو د شمېرې په حساب د نورو هېوادونو په سر کې دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG