لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين : چاکوانو په لاس حمله کوؤنکو ۲۸ کسان وژلي


]چين کې دغه ډول زياتې پېښې د سنکيانگ په سيمه کې رامنځته کيږي
]چين کې دغه ډول زياتې پېښې د سنکيانگ په سيمه کې رامنځته کيږي
د چين په جنوبي مغربي ښار کنمنگ کې چاکوانو په لاس حمله کوؤنکو د اور گاډي په سټېشن باندې بريد کړی ، او په چاکوانو يې ۲۸ کسان وژلي دي .
د چين د سرکاري خبري ايجنسۍ ژنهوا ترمخه بريد کوؤنکو د خالي په شپه ناوخته دغه حمله کړې ده ، او د چاکوانو په لاس د حمله کوؤنکو په بريد کې د ۲۸ کسانو د وژنې سره ۱۶۲ کسان ژوبل شوي هم دي .
د خبري ايجنسۍ ترمخه د بريد په مهال پينځه حمله کوؤنکي په ځايې په ډزو وژل شوي ، ولې د هغويې پېژندگلو نه ده شوې او پوليس په دغې اړه پلټنې پېل کړي دي .
ژنهوا د پېښې د يو عېني شاهد يانگ هائفيئ د خلي وئيلي ، چې دغه کس د ټکټ دپاره د اورگاډي سټېشن له ورغلی ؤ ، هغه وئيلي يوه ډله يې وليده چې زياتره کسانو يې تورې جامې يې اغوستې وې او سټېشن ته په ننوتو سره يې په خلکو حمله وکړه .
د راپورونو ترمخه د دغې پېښې د زمه وارۍ اخستو چا څه نه دي وئيلي .
ولې په تېر وخت کې د دغه رنگ پېښو زمه وار د سنکيانگ صوبې اسلامي انتهاپسند گرځول شوي دي ، او دغه ډول زياتې پېښې هم په سنکيانگ سيمه کې رامنځته کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG