لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه : فضائي عملياتو کې ۵۷ ترهگر وژل شوي


د پوځ لخوا د وسله والو جنگيالو په ضد تازه عمليات په داسې مهال شوي چې د نهې په ورځ پېښور کې په يو سکول د ترهگرو لخوا خونړی بريد شوی ، او د ۱۳۲ ماشومانو په گډون پکې ۱۴۲ کسان وژل شوي وو .
د پوځ لخوا د وسله والو جنگيالو په ضد تازه عمليات په داسې مهال شوي چې د نهې په ورځ پېښور کې په يو سکول د ترهگرو لخوا خونړی بريد شوی ، او د ۱۳۲ ماشومانو په گډون پکې ۱۴۲ کسان وژل شوي وو .

د پاکستان د قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په تېراه سيمه کې پوځ د وسله والو په ضد فضائي عمليات کړي ، او د ۵۷ جنگيالو د وژلو دعوه يې کړې ده .

د پوځ وياند مېجر جنرل عاصم سليم باجوه په خپل يو ټويټ کې وئيلي ، پېښور کې د ارمي پبلک سکول د پېښې د جائزې اخيستو وروستو د خېبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې د وسله والو په ضد ۲۰ فضائي حملې شوي ، او ۵۷ ترهگر پکې وژل شوي دي ، او په سيمه کې عمليات روان دي .

د پوځ لخوا د وسله والو جنگيالو په ضد تازه عمليات په داسې مهال شوي چې د نهې په ورځ پېښور کې په يو سکول د ترهگرو لخوا خونړی بريد شوی ، او د ۱۳۲ ماشومانو په گډون پکې ۱۴۲ کسان وژل شوي وو .

په عېن حال کې د شورو په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د کابل سفرهم کړی ، او د افغانستان د صدر اشرف غني احمدزي او هلته د نړيوالو ځواکونو اېساف د مشر جنرال جان اېف کېمبل سره يې هم ليدلي دي .

د ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې جنرال راحيل شريف افغان صدر اشرف غني او اېساف کمانډر جنرال جان اېف کېمبل سره ځان ځانله ليدلي دي ، او په دغو ملاقاتونو کې د پاکستان او افغانستان په پوله د امنيت سره د سيمې په حالاتو خبرې اترې شوي دي .

بيان کې زياته کړی شوې ليدنه کې د پېښور د پېښې په اړه خفيه مالومات هم شريک کړی شوي دي . د افغانستان صدر اشرف غني ـ جنرال راحيل شريف ته باور ورکړی ، چې خاوره به يي د پاکستان په ضد د ترهگرۍ دپاره نه کارول کيږي ، او که چرته هم ترهگر مالوميږي په ضد يي به کارروايي کولی شي .

راحيل شريف افغان صدر ته هم د ترهگرۍ په ضد جنگ او دې سره په نورو شعبو کې هم د ملاتړ باور ورکړی دی ، او افغانستان کې د موجود نړيوالو ځواکونو مشر هم د پوځ سرلښکر ته د خپل انتظام لاندې علاقو کې د ترهگرۍ د خاتمې په لړ کې د پوره مرستې باور ورکړی دی .

د شورو په ورځ پېښور کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د پارليماني ډلو سره د ليدو په مهال نوموړي وئيلي ، د ترهه گرۍ په ضد روانو کارروايو کې به په يوه کچه هم د ښو او بدو طالبانو ترمينځ فرق نه شي ساتلى او ترڅو چې يو ترهه گر هم پاتې وي په ضد به يي عمليات دوامداره ساتلی شي .

د پاکستان سياسي مشرانو دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد روانه جگړه خپله جگړه گرځولې او دې لړ کې يې ديوې تگلارې جوړولو او په دې د زر تر زره دعمل کولو پريکړه کړې ده .

د پاکستان پوځ د روان کال د جون د مياشتې راهسې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې ملکي او بهرني نزدې ۱۲۰۰ جنگيالي وژل شوي دي ، او په ورستيو کې په خېبرايجنسۍ کې هم د خېبرون په نوم عمليات پېل کړی شوي ، او پوځ وايي دغلته يي هم جنگيالو په غټه کچه زيان اړولی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG