لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: رېنجر وايي مقابله کې يې څلور وسله وال وژلي


د رېنجر چارواکو لخوا يوه ورځ وړاندې هم وئيل شوي ؤ، چې د ښار د منگهوپير په سيمه کې يې عمليات کړي او هلته يي هم د تحريک طالبان پاکستان د پينځه ؤ غړو د وژنې ادعا کړې وه .
د رېنجر چارواکو لخوا يوه ورځ وړاندې هم وئيل شوي ؤ، چې د ښار د منگهوپير په سيمه کې يې عمليات کړي او هلته يي هم د تحريک طالبان پاکستان د پينځه ؤ غړو د وژنې ادعا کړې وه .

د پاکستان ستراقتصادي ښار کراچۍ کې رېنجرو يوه مقابله کې د تحريک طالبان پاکستان د څلورو وسله والو د وژنې ادعا کړې ده ، رېنجر وايي وسله والو سره نښته کې يو عسکر هم ژوبل شوی دی .

د رېنجر وياند لخوا مطبوعاتو ته جاري کړی شوي يو بيان کې وئيل شوي ، د ښار مشرف کالونۍ هاکس بی روډ باندې د لاقانونه گرځول شوې ډلې په يوه اډه رېنجرو چهاپه ووهله ، او وسله والو په رېنجرو ډزې وکړې او رېنجرو هم د وسله والو په ضد ځوابي کاروايي کړې ده .

د رېنجر د وياند ترمخه د رېنجرو په ځوابي ډزو کې د تحريک طالبان پاکستان د ځايي کمانډر عابد مُچهړ په گډون څلور وسله وال وژل شوي دي ، او د هغويي د ولقې نه وسله هم ترلاسه شوې ده .

د رېنجر چارواکو لخوا يوه ورځ وړاندې هم وئيل شوي ؤ، چې د ښار د منگهوپير په سيمه کې يې عمليات کړي او هلته يي هم د تحريک طالبان پاکستان د پينځه ؤ غړو د وژنې ادعا کړې وه .

په کراچۍ ښار کې وخت په وخت رېنجر اود پوليس د ترهگرۍ په ضد کارکوؤنکې ځانگړې دستې سي ائي ډي چارواکي د دغه ډول عملياتو کولو اوپه مقابلو کې د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو د غړو د وژنو ادعاوې کوي .

خو په پېښور کې په سکول د خونړي بريد وروستو په کراچۍ کې د رېنجرو عمليات تُند شوي او په دوه ورځو کې دا دوهم ځل دی ، چې رېنجرد ټي ټي پي د غړو د وژنې ادعا کوي .

نزدې يوه اوونۍ وړاندې هم د کراچۍ د سي ائي ډي پوليس د ښار په پخوانۍ حاجي کېمپ علاقه کې د القاعده د سويلي ايشيا د څانگې د پينځه ؤ غړو د نيولو وئيلي وو ، او زياته کړې يې وه دغه کسان د ستمبر په مياشت کې د سمندري ځواکونو په اډه شوي بريد کې ککړ وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG