لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د ای اېن پي ضلعي صدر په ډزو وژل شوی


يونس بونېری وايي ، د دې پېښې په شا هغه قوتونه دي ، او د هغې لړۍ تسلسل دی چې په کراچۍ او د ملک په نورو برخو کې د عوامي نيشنل پارټۍ مشران او کارکنان په هدف کوي .
يونس بونېری وايي ، د دې پېښې په شا هغه قوتونه دي ، او د هغې لړۍ تسلسل دی چې په کراچۍ او د ملک په نورو برخو کې د عوامي نيشنل پارټۍ مشران او کارکنان په هدف کوي .

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ په اورنگي ټاؤن سيمه کې د عوامي نيشنل پارټۍ د ښار د غربي ضلعې صدر ډاکټر ضياالدين د نامالومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی . په اورنگي ټاؤن کې د ډزو په يوه بله پېښه کې د اېم کيو اېم ډلې غړی هم په نخښه کړی شوی دی .

د عوامي نيشنل پارټۍ د سندهـ صوبې جنرل سيکرټري يونس بونېری وايي ، ډاکټر ضياالدين چې د پارټۍ زوړ کارکن او د کراچۍ د غربي ضلعې صدر ؤ ، هغه د ماسخوتن نمونځ په جومات کې وکړو او چې د جومات نه بيرته کور ته تلو ، نو په موټر سائيکل پسې کسان راغلي او ډزې يي پرې کړي او هغه يې وژلی دی .

يونس بونېري ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، يو کال وړاندې د هغه په کور د لاسي بم بريد شوی ؤ ، او يو کال ورته بيا د دهړکو ټيليفونونه او پرچيانې راتلې چې عوامي نيشنل پارټي پرېږده گنې وژنو دي .

هغه زياته کړه د دې پېښې په شا هغه قوتونه دي ، او د هغې لړۍ تسلسل دی چې په کراچۍ او د ملک په نورو برخو کې د عوامي نيشنل پارټۍ مشران او کارکنان په هدف کوي .

د طالبانو د حکيم الله محسود ډلې وياند گيله مند محسود ميډيا سره په خبرو کې د دغې پېښې زمه واري قبوله کړې او وئيلي يي دي ، چې راتلونکی هدف به يې دعوامي نيشنل پارټۍ د سندهـ صوبې صدر شاهي سيد وي .

د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان ، او د سندهـ صوبې صدر شاهي سيد د ډاکټر ضياالدين د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ، او د پارټۍ لخوا د ضلعې د صدر د وژنې په ضد د وزيراعلي د کور مخې ته احتجاجي دهرنا ورکړی شوې ، او د پارټۍ مشران وايي د حکومت نه غوښتنه کوي چې د اې این پي مشرانو او کارکنانو ته تحفظ ورکړی شي .

يونس بونېری وايي د تېرو دوؤ کالو راهسې په اېن این پي باندې په کراچۍ کې په سياست کولو پابندي لگول شوي ، د پارټۍ په غړو يي وژونکې حملې کيږي ، خو چې وس دوي يو ځل بيا په ښار کې سياسي هلې ځلې پېل کړې نو بيا پرې بريدونه شورو شو .

د اېم کيو اېم ډلې لخوا وئيل شوي ، چې په تېرو دوه ورځو کې په اورنگي ټاؤن کې د دغې پارټۍ په کېمپ د لاسي بم حمله او د دوه ورکرانو وژنې د سندهـ حکومت او قانون نافذؤنکو ادارو ناکامي ده .

د کراچۍ د پوليس مشر اډيشنل ائي جي غلام قادر تهيبو وئيلي ، په اورنگي ټاؤن کې رامنځته شوې پېښې افسوسناکې دي ، او زياته کړې يې ده پوليس په سيمه کې پلټنې پېل کړي دي ، او ډېر زر په دواړو پېښو کې ککړ ملزمان ونيول شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG