لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکې د بهرنو چارو وزير جان کېري کابل ته رسېدلی


نوموړی به خپله دوره کې د جمعې په ورځ صدر حامد کرزي سره هم وويني
نوموړی به خپله دوره کې د جمعې په ورځ صدر حامد کرزي سره هم وويني

د امريکې د بهرنو چارو وزير جان کېري افغانستان کې په صدارتي ټاکنو کې د رامنځته ستونزې د هواري لپاره په دوهم ځل کابل ته په غېراعلاني دوره رسېدلی ، نوموړی به خپله دوره کې د صدارتي کانديدانو اشرف غني او عبدالله سره د صدر حامد کرزي سره هم ويني .

د امريکې د بهرنو چارو وزير جان کېري د زيارت په ورځ کابل ته د سفر دا دوهم ځل دی ، چې نوموړی افغانستان کې په صدارتي ټاکنو کې د رامنځته ستونزې د هواري دپاره ورغلی دی . له دې وړاندې جان کېري د جولائۍ په مياشت کې د کابل دوره کړې وه .

راپورونه وايي جان کېري به دواړه صدارتي کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د جولائۍ په مياشت کې د ليدو په مهال د شوؤ خبرو اترو په اړه وويني ، او دواړه کانديدان به دې ته وهڅوي چې د ټاکنو د بيا شمېرنې عمل ته کښېني ، او نتيجې يې ومني .

د راپورونو ترمخه نوموړی به خپله دوره کې د جمعې په ورځ صدر حامد کرزي سره هم وويني ، او له هغې وروستو به برما ته د ايشيايي هيوادونو د امنيت په غونډه کې د برخې اخستو دپاره لاړ شي .

د امريکې د بهرنو چارو وزير د جولائۍ په مياشت کې هغه وخت کابل ته په دوره ورغلی ؤ ، چې صدارتي کانديد عبدالله عبدالله د ټاکنو د لمړو نتيجو منلو څخه انکار کړی ؤ .

کېري په خپله دوره کې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره ليدلي ؤ ، او دواړو کانديدان موافقه شوي وو ، چې ټولې اچول شوې رائې به بيا د سرنه شمېرلی شي ، او دويې به يې نتيجې مني .

جان کېري په داسې مهال د کابل سفر کړی ، چې په صدارتي ټاکنو کې د اچول شوؤ رائيو شمېرنه په دوهم ځل روانه ده .

د ټاکنو د خپلواک کميسون د چارواکو په وينا د رائيو ټول صندوقونه کابل ته راوړل شوي ، خو په دوهم ځل د رائيو شمېرنې په مهال هم د کانديدانو لخوا د ستونزو رامنځته کېدو له کبله دغه عمل څو ځله ځنډېدلی دی .

راپورونه وايي جان کېري به په دواړو صدارتي کانديدانو زور راوړي ، چې خپل اختلافات د مينځه لري کړي ، او د ستمبرد مياشتې په لمړو کې نوی حکومت جوړ کړي .

په عېن حال کې چې د امريکې د بهرنو چارو وزير د کابل سفر کړی ، د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې وئيل شوي چې د زيارت په ورځ صدر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي يان کوبيش سره ليدلي ، او د انتخاباتو د رائيو د څېړنې په اړه يې ورسره خبرې کړي دي .

حامد کرزي وئيلي چې د افغانستان اولس له مياشتو راهسې د انتخاباتود نتيجو په طمع دي ، او غواړي چې نتيجې اعلان شي ، ترڅو افغانستان د نوي جمهوري صدر او حکومت خاوند شي او د هېواد چارې په عادي ډول پرمخ ولاړې شي .

صدر کرزي زياته کړې چې د انتخاباتو د نتيجو په اعلان کې رامنځته شوي اوسني ځنډ د هېواد په امنیتي او اقتصادي حالت بدې اغېزې کړي دي .

نوموړي په دې خبره زور راوړی چې د هېواد د ثبات ، امنیت او اقتصاد لپاره باید د انتخاباتو نتیجې له وړاندې نه ټاکل شوې مودې او وعدې سره سمې ، په روانه مياشت اگست کې دننه اعلان شي . او نوی جمهوري صدر د ملک واگې په لاس کې واخلي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG