لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد : ځان مرگي بريد کې شپږ کسان وژل شوي


راپورونه وايي پېښه کې د ملي امنيت غړو ته هم مرگ ژوبله اوختې ده .
راپورونه وايي پېښه کې د ملي امنيت غړو ته هم مرگ ژوبله اوختې ده .

د افغانستان د ننگرهار صوبې په سر ښار جلال اباد کې د ملي امنيت په دفتر شوې ځانمرگي او ډله ييز بريد کې شپږ کسان وژل شوي ، او ۵۹ نور ژوبل شوي دي چارواکي وايي پېښه کې پينځه بريد کوؤنکي هم وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه جلال اباد کې نيشل ډائريکټريټ اف سيکيورټي ياد ملي امنيت پررياست دغه بريد نن د خالي په ورځ سحر وختي شوی دی .
د ننگرهار د چارواکو په وينا بريد کوؤنکو لمړی د ملي امنيت د ادارې د ودانې سره د بارودو ډک گاډی تمبولی ، او بيا يې ډزې پېل کړې او ترڅو ساعتو پورې د امنيتي ادارو او بريد کوؤنکو ترمنځ جهگړه روانه وه .
چارواکو پېښه کې د رامنځته شوې مرگ ژوبلې کره شمېره نه ده ښودلې ، خو د جلال اباد روغتون د سرچينو ترمخه روغتون ته شپږ مړي او ۵۹ ژوبل کسان راوړل شوي دي .
راپورونه وايي پېښه کې د ملي امنيت غړو ته هم مرگ ژوبله اوختې ده .
جلال اباد کې د ملي امنيتي ادارې په دفتر د شوي بريد پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخيستې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG