لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اټلي کې د القاعده پاکستاني او افغان ملگري نیول شوي


د اټلي پوليسو ویلي دی د پاکستان او افغا نستان سره تعلق لرونکي داسې کسان یې نیولي دی چې په پاکستان کې په حملو کې ککړ وو- په اټلي کې د پاکستان سفیرې ډیوه ریډیو سره د خبرو په مهال ویلي دي د اټلي د کورنو چاور وزارت سره یې اړيکې نیولي دي- میرمن تهمينه جنجوعه واېي ( مونږ دلته د اټلي د کورنو چارو د وزارت سره اړيکې نېولي دي او د هغوېي نه دغه تپوس کوو چې د دغه نیول شوو کسانو پیژنگلو کره کړو-

رائیټرز خبري اداره وایې په نیول شوو کسان کې هغه کسان هم شامل دي چې شک دی د پاکستان په پیښور مينا بازار حمله کې ککړ وو – په مينا بازار کې په کال 2009م شوې حمله کې سل کسان وژل شوی او دوه سوه نه زیات ژوبل شوي وو- اخبار وال سټريټ جنرل ليکلي په اټلي کې نیول شوي کسان د القاعده او طالبانو پلویان دي- او په غرب د حملو پلانونه یې لرل- د اټلي پولیسو ویلي په پلټنو کې یې دا هم معلومه کړې دغه ډلې د روم نه اسلام اباد ته په حواله نظام 60160 امریکاېي ډالره هم لیږلي-

د اټلي یو اخبار لهیونین ليکلي پولیسو د هیواد په اووه صوبو کې لټون کړې خو نیول شوي زیاتره کسان د سردینیا په جزیره کې د یو پاکستاني کاروباري تن په همکارئ کې وو . د پاکستان سفيره میرمن تهمينه جنجوعه وایې په اټلي کې 90000 زره پاکستاني میشته دي او زیاتره کاروبارونه او نوکرئ کوي – میرمن جنجوعه د ډیوه ددغه تپوس په ځواب کې چې وړاندې هم چرته پاکستاني په اټلي کې تورن شوي ؟ اوویل په پاکستانیانود تورخبر اوس یواځې په اخبارونو کې راغلې او د وخت نه وړاندې شک کول پکار نه دي-

رائټرز خبري اداره واېی د اټلي په بیرگیمو ښاریه کې نیول شوې امام د ډلې روحاني مشر دی- او په اټلي ، افغانستان او پاکستان کې د خپلې ډلې لپاره مالي پنگې غونډوي-

د میرمن تهمينه جنجوعه د ډیوه همکار رحمان بونیري سره مرکه واورۍ

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG