لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اټلي د ۴٠٠٠ نه زیات مهاجر بحیره روم نه راوېستلي


چارواکې وايي یورپ ته د کارروزگار او د ښه ژوند په لټون کې تلونکې وړمبی د اټلي او یونان ساحل ته رسي او بیا د شمالي نورو هیوادونو ته هم ځانونه د رسولو کوښښ کوي. یورپ کې ځېنې خلک د مهاجرینو هرکلی کوي خو ځېنې خلک يي مخالفت
چارواکې وايي یورپ ته د کارروزگار او د ښه ژوند په لټون کې تلونکې وړمبی د اټلي او یونان ساحل ته رسي او بیا د شمالي نورو هیوادونو ته هم ځانونه د رسولو کوښښ کوي. یورپ کې ځېنې خلک د مهاجرینو هرکلی کوي خو ځېنې خلک يي مخالفت

د اټلي ساحلي محافظینو لیبیا د سر حد سره نزدې ۴۴٠٠ غیر قانوني مهاجر سمندر نه په حفاظت راویستلې دي.

د اټلي ساحلې ځواکونو دغه کاروائي په داسې حال کې وکړه چې یوه ورځ وړاندې يی سمندر کې د ٢٠ بیړو نه د کومک غږونه ترلاسه کړې وو.

په نزدې ورځو کې اټلي په سلگونو غیر قانوني مهاجرین د اویو نه راویستلې دي خو د خالي یا شنبې په ورځ شوي کاروائي تر اوسه پورې تر ټولو زیات خلک اوبونه په محفوظه توگه بهر کړی شوې دي.

سږ کال تر اوسه پورې ١٠٠٠٠٠ خلک بحیره روم د لارې اټلي ته رسیدلې دي. دغه سفر د خطراتو نه ډک دی. یورپ ته ځان رسونکې په وړو کشتو په سمندر د پورې کیدو کوښښ کوي چې پکې د گنجائش نه زیات خلک کې ناست وي.

یورپ ته ددغه سفر په مهال ٢٣٠٠ کسان سږ کال مړه شوې دي . زیاتره خلک سمندر کې د حادثو لکه کشتیو د ډوبیدو په وجه ژوند دلاسه ورکوي. تیر کال دغه شمیره ٣٢٧٩ وه.

چارواکې وايي یورپ ته د کارروزگار او د ښه ژوند په لټون کې تلونکې وړمبی د اټلي او یونان ساحل ته رسي او بیا د شمالي نورو هیوادونو ته هم ځانونه د رسولو کوښښ کوي. یورپ کې ځېنې خلک د مهاجرینو هرکلی کوي خو ځېنې خلک يي مخالفت.

یورپ ته د زیاتره تلونکو خلکو تعلق د افریقائي هيوادونو سره ښودل کیږي خو پکې د شام، عراق، افغانستان او د پاکستان خلک هم وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG