لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرئیلي وزیراعظم، ليکود پارټۍ، انتخاباتو کې گټه او سیاسي اغیزي


 په انتخاباتو نظر ساتونکی محمد درویش وايي د عرب پارټو اتحاد د شرکت په نتیجه کې ووټونو کې د اسرائیلي عربانو شرح زیاته شوي. هغه وايي دوه کاله وړاندې عربو د ووټ اچونې شرح ٥٧ فیصد وه چې موجوده انتخاباتو کې ٧٠ فیصد ته ورسیده
په انتخاباتو نظر ساتونکی محمد درویش وايي د عرب پارټو اتحاد د شرکت په نتیجه کې ووټونو کې د اسرائیلي عربانو شرح زیاته شوي. هغه وايي دوه کاله وړاندې عربو د ووټ اچونې شرح ٥٧ فیصد وه چې موجوده انتخاباتو کې ٧٠ فیصد ته ورسیده

د هیواد په پارلیماني انتخاباتو کې د واک من لیکود پارټۍ د گټې ورسته، اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ویلي په راتلونکو دوه، دریو هفتو کې به حکومت جوړوي. نیټن یاهو به په څلورم وار وزیراعظمي ترلاسه کړي.

لیکود حریف زائنېسټ یونین پارټۍ ته ماتی ورکړو. شا او خوا د نیمې برخې ووټونو د شمیرې ورسته، لیکود د پارلیمنټ ١٢٠ چوکو کې ٣٠ چوکۍ ترلاسه کړې دي. په مقابله کې رائنسټ یونین پارټۍ ٢۴ چوکۍ ترلاسه کړې دي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د ووټونو ورسته د نظر پوښتنو ترمخه د دواړو گوندونو ترمنځ د برابر مقابلې اټکل کیدو چې دوه ډلې به ٢۴، ٢۴ چوکۍ گټي.

د شورو یا چارشنبې په ورځ د ښاغلي نیټن یاهو دفتر وویل حکومت سازۍ دپاره د ٦٠ چوکو ترلاسه کولو دپاره وړو پارټو سره اتحاد دپاره رابطې شوې دي. چې پکې کلنو نومې گوند هم شامل دی چې ١٠ چوکۍ يي گټلې دي.

د اسرائیل کې میشته د عربو څلورو گوندونو اتحاد جوئنټ لسټ یا مشترکه فهرست ١۴ چوکۍ گټلې او دا رنگ پارلیمنټ کې دریمه لویه ډله ده او په وړمبي وار يي عربانو ته اسرائیلي پارلیمنټ کې اثرورسوخ ورکړی دی.

انتخاباتو کې د گټې وړاندې د اسرائیل موجوده وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د فلسطینیانو په هکله خپل دریز کې تبدیلې کړې او ویلي يي دي چې هغه به فلسطینیانو دپاره د خپلواکه ریاست ملاتړ نه کوي.

د انتخاباتو نتیجې ښائيي چې ډیرو خلکو د نیټن یاهو د سخت دریزې تگ لارې ملاتړ کړی دی. د ووټونو نه وړاندې اسرائیلي وزیراعظم د امریکې کانگرس ته وینا کړې وه او د ایران د ایټمي پروگرام په سر کیدونکې معاهده يي په سختو ټکو کې غندلې وه او څیړنکاران وايي دغې وینا د اسرائیل په انتخاباتو اغیزه کړې ده او د هغه مرستیالان وايي د ایران د ایټمي پروگرام د مخالفت سره سره نیټن یاهو د امریکا صدر براک اوباما ته هم کلک وردیدلی دی. کارنگرس ته د نیټن یاهو د وینا په ځواب کې صدر براک اوباما ویلي وو اسرئیلي وزیراعظم څه نوي خبره نه ده کړې او نه يي څه قابل عمل تجویز وړاندې کړی دی.

اخوا د فلسطیني ادارې یو مشر عبدالله عبدالله د اسرائیل د انتخاباتو په نتائجو ماسوسي څرگنده کړې ده. هغه ویلي "د بده مرغه لیکود به راتلونکی حکومت جوړوي او ددې مطلب دی چې زړه تگ لاره به جاري وي،" عبدالله عبدالله وویل.

د لیکود حریف گوند، زائنسټ یونین، مشر اساک حرزوگ انتخاباتو کې ماتی تسلیم کړی او په ټیلې فون خبرو د لارې يي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ته امبارکي ورکړې ده. هغه وویل گوند به پارلیمنټ کې د حزب اختلاف کردار ادا کوي.

په انتخاباتو نظر ساتونکی محمد درویش وايي د عرب پارټو اتحاد د شرکت په نتیجه کې ووټونو کې د اسرائیلي عربانو شرح زیاته شوي. هغه وايي دوه کاله وړاندې عربو د ووټ اچونې شرح ٥٧ فیصد وه چې موجوده انتخاباتو کې ٧٠ فیصد ته ورسیده.

د عرب پارټو اتحاد پلویان وايي خوښ دي چې داسې پائیلې يي لاس ته راوړې دي. دوي کله هم داسې یقین نه لرو چې په پارلیمنټ کې به دریم لوې حيثیت وومومي. ددوي پلویان وايي دوي به وکړی شي د کرکې مقابله وکړي، نسل پرستي کمه کړي، دخپلو حقونو دفاع وکړي او دا پرته له دې که دوي د حکومت برخه وي او که د حکومت نه بهر پاتې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG