د لبنان حزب الله وسله والې ډلې د اسرائیل په پوځي قافله حمله کړې ده چې پکې دوه اسرائیلي عسکر وژل شوي دي. اسرائیل ځوابي کاروائي کړې ده او ملگرو ملتونو ویلي د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د ډزو په تبادله سېمه کې پرځائې یو امن ساتونکی وژل شوی دی.
ملگرو ملتونو په فریقینو غږ کړی چې د ضبط نه دي کار واخلي.
اسرائیلي پوځ د عسکرو د وژنې تصدیق کړی دی او ویلي يي دي اووه نور پوځیان د حزب الله په حمله کې زخمیان شوي هم دي.
حزب الله دعوه کړې ده چې د شورو یا چارشنبې په ورځ يي د اسرائیل په پوځي قافله د هغه اسرائیلي بمبارۍ په بدل کې حمله کړې ده چې پکې د حزب الله شپږ غړي او د ایران یو جرنیل وژلی شوی وو.
د اسرائیل پوځي ترجمان پیټر لینر وویل د شورو یا چارشنبې په ورځ شوي حمله کې په یو اسرائیلي موټر د ټینک پرضد مزائیلې ویشتلی شوي دي. په اسرائیلي کاروان حمله لبنان سره په پوله د ډو غر په سیمه کې وشوه. اسرائیلي ځواکونو په ځواب کې د توبخانې گوله باري وکړه.
اسرائیلي وزیراعظم ویلي د حزب الله حملې ته به سخت ځواب ورکوي.
حزب الله د شام صدر بشارالسد ملاتړ کوي او هغه دپاره جنگیدو په خاطر يي شام ته وسله وال هم لیږلې دي. د شام جنگ د پولې نه غزځیدلې او د اسرائیل او شام سرحدي سېمې د گولان غونډۍ ته خور شوی دی.
ددې نه وړاندې اسرائیل تیره شپه د شام په توپخانه د هوائي بمبارۍ تصدیق کړی دی او ویلی کاروائي يي یوه ورځ شام لخوا گولان غونډۍ کې د توپخانې گوله بارۍ په ځواب کې کړې ده.
د اسرائیل ددفاع وزیر موشی یالون ویلې د هوائی بمبارۍ د لارې واضحه پیغام ورکړی شوی دي چې اسرائیل به د شام د خاورې نه د حملو ذمه واري د شام په حکومت اچوي. "مونږ به په اسرائیل ډزې یا د خپلواکۍ سرغړونه نه برداشت کوو او په کلکه اراده او په زور به ځواب ورکوو،" یالون وویل.
د تیرو څلورو کلونو راهسې جاري د شام د خانه جنگۍ په مهال اسرائیل په شام په خاوره گڼ شمیر هوائي حملې کړې دي خو اسرائیلي پوځ يي په عامه تصدیق نه کوي.