لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل د یهودي قام هیواد دی


د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د قانون ملاتړ کوي. هغه وايي دا به د اسرائیل د انفرادي شهریانو د حقوقو تحفظ کوي خو د خپلواکۍ فیصله به یواځې یهود کوي
د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د قانون ملاتړ کوي. هغه وايي دا به د اسرائیل د انفرادي شهریانو د حقوقو تحفظ کوي خو د خپلواکۍ فیصله به یواځې یهود کوي

اسرائیلې کابینې د یو لانجمن قانون مسوده منظوره کړې ده چې ترمخه به يي اسرائیل د یهودي قام هیواد وگرځولی شي.

کابینه کې د اختلافاتو باوجود هم مجوزه قانون د اتوار یا یک شنبې په ورځ منظوري ترلاسه کړه. د قانون په توگه د منظوریدو دپاره به يي پارلیمنټ منظوري ورکوي.

د مجوزه قانون ترمخه به اسرائیل یهودي شناخت لري، یهودي قانون به په رسمي توگه ومنلی ‍شي او د عربۍ د یوې سرکاري ژبې حیثیت به ختم کړی شي.

د مجوزه قانون مخالفین وايي دا به د اسرائیل جمهوري شناخت کمزوری کړي. د اسرائیل د ابادۍ ٢٠ فیصد برخه عرب دي چې د قانون سخت مخالفت کوي.

د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د قانون ملاتړ کوي. هغه وايي دا به د اسرائیل د انفرادي شهریانو د حقوقو تحفظ کوي خو د خپلواکۍ فیصله به یواځې یهود کوي.

هغه وویل یواځې یهودیان به دا حق لري چې اسرائیل ته هجرت وکړي. هغه وویل اسرائیل د یهودیانو "یو او یواځېنی ریاست" دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG