لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطینیان وايي اسرائیلي بمبارۍ کې ٢ کسان وژل شوي


اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو او د امریکې صدر براک اوباما
اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو او د امریکې صدر براک اوباما

د اسرائیل جنگي هوائي جهازونو د گل په ورځ سحر وختي د فلسطین په غزه سیمه کې مختلف هدفونه په نخښه کړې او فلسطینیان وايي بمبارۍ کې دوه کسان وژل شوي دي.

اسرائیلي پوځ ویلي په غزه يي ١٦ حملې کړې چې پکې دوه جوماتونه هم ویشتل شوي دي.

د اسرائیل او د فلسطین حماس ډلې ترمنځ د روانې جگړې دا ۴٩ مه ورځ وه.

جگړه د جولائي د میاشت په اتمه نیټه شورو شوې ده. جنگ کې تر دا وخت ٢١٠٠ فلسطینیان وژل شوي چې زیاتره ملکي کسان دي. وژل شوو کسانو کې شا او خوا ٥٠٠ ماشومان هم شامل دي.

د اسرائیل ٦۴ عسکر او څلور شهریان هم وژل شوي دي.

په غزه د اسرائیل ورستۍ بمباري په داسې مهال شوي چې یوه ورځ وړاندې اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو اسرائیلیانو ته وویل چې ځانونه دي د اوږد جنگ دپاره تیار کړي او ممکنه ده چې جگړه د سپټمبر میاشت ته وغځیږي.

بینجمن نیټن یاهو د غزه اوسیدونکې ته هم خبرداری وکړو چې د هغه ځایونو نه دې ځانونه لرې کړې چرته چې د حماس وسله وال خپلې کاروائي کوي. اسرائیلي وزیراعظم زیاته کړه هر ځائې چې حماس يي استعمالوي هغه د اسرائیل هدف دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG