لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې په سکول د بمبارۍ ورسته اسرائیل د ډزبندۍ اعلان کړی


غزه کې د ملگرو ملتونو د پناه ځایونو خاکه
غزه کې د ملگرو ملتونو د پناه ځایونو خاکه

غزه کې د ملگرو ملتونو په سکول د اسرائیل د ټینک گوله بارۍ په نتیجه کې لږ تر لږه ١٥ کسان وژل شوي دي. ددې ورسته اسرئیل د انساني خواښوږۍ په بنیاد د عارضي ډزبندۍ اعلان وکړو.

عارضي جنگ بندي به د مقامي وخت سره سم د ماسپښین درې بجې شورو کیده.

سکول د مهاجرینو په جبلیه کیمپ کې وو چرته چې د شمالي غزه خلکو پناه اخیستې ده.

د وائس اف امریکا ریډیو د انگریزې څانگې خبریال باب سکاټ په گوله لگیدلې سکول ته ورغلو. هغه وویل د سکول یوه کوټه تباه شوي چرته چې مرگ ژوبله رامېنځته شوي ده. هغه وویل هلته د پناه اخیستونکو خلکو وینا وه چې د ملگرو ملتونو سکول هم محفوظ نه دی نو ښه ده چې بیرته خپلو کورونو ته لاړشي.

سکول د ملگرو ملتونو په هغه ٨٥ ودانو کې شامل دی چرته چې د ملگرو ملتونو چارواکې وايي ٢٠٠٠٠٠ خلکو پناه اخیستې ده.

د شورو په ورځ په غزه د اسرائیل په حملو کې ٣٢ کسان وژل شوې دي.

په روانه هفته کې د غزه د ملگرو ملتونو دا دویم سکول دی چې په بمبارۍ لگیدلی دی او ملکی کسانو ته پکې نقصان رسیدلی دی.

ملگرو ملتونو د سکول په ویشتلو د اسرائیل غندنه کړې ده.

د تیرو دریو هفتو راهسې د فلسطین حماس او اسرئیل ترمنځ روان جنگ کې د ١٢٠٠ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. د اسرئیل ٥٣ عسکر او درې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

اسرائیل د جولائي په ١٨ مه نیټه غزه کې د حماس خلاف پوځي کاروائي شورو کړې ده. د فریقینو ترمنځ ډز بندۍ دپاره د امریکې په شمول د نړي والې ټولنې کوششونه د ناکامۍ سره مخ شوي دي.

حماس وايي ډز بندۍ ته هله غاړ ایږدي چې اسرائیل د غزه محاصره ختمه کړي او اسرائیل وايي تر څو يي غز نه اسرائیل ته تلونکې د حماس خفیه سرنگان نه وي ختم کړې، حملې به نه بندوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG