لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزه چارواکې: تازه اسرائیلي بمبارۍ کې ١٠٠ فلسطینیان وژل شوي


اسرائیل ته د حماس خفیه سرنگ
اسرائیل ته د حماس خفیه سرنگ

په غزه د اسرائیل په تازه بمبارۍ کې ١٠٠ فلسطینیان وژل شوي دي. دا خبره فلسطیني طبي چارواکو کړې ده. بلخوا اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو غزه کې د روانې پوځي کاروائې د ډیر وخت پورې د جارې پاتې کیدو امکان څرگند کړی دی.

د فلسطیني چارواکو د تازه جانې تلافاتو ورسته د تیرو دریو هفتو راهسې روانو حملو کې د ١٠٠٠ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د فلسطین پیلسټنائن لیبریشن ارگنائزیشن نومې نتظیم ویلي د حماس او اسلامک جهاد ډلو په شمول فلسطینیان د ٢۴ گنټو پورې ډزبندۍ ته تیار دي. د پې ایل او یو چارواکې ویلي فلسطینیان د ملگرو ملتونو په دې تجویز هم غور کوي چې ډزبندي تر د ٧٢ گنټو پورې وغځوي.

حماس د پې ایل او د طرف د ډزبندۍ تصدیق نه دی کړی.

اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ویلي خپله پوځي کاروائي به نه ختموي ترڅو يي هغه سرنگونه نه وي تباه کړې چې د حماس وسله وال يي اسرائیل ته په غله د ور دننه وتلو دپاره استعمالوي.

اسرائیلي پوځ ویلي د نهې په ورځ د یو سرنگ دلارې وسله والو پنځه اسرائیلي پوځیان وژلې دي. د جولائي د ٨ نیټې راهسې د حماس او اسرائیل په روانه جگړه کې ٥٣ اسرائیلي عسکر او درې ملکي کسان وژل شوي دي.

هم د نهې په ورځ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنائي وویل اسرائیل غزه کې فلسطینیانو قتل عام کوي. هغه وویل اسلامي نړۍ ته پکار دي چې فلسطینیانو ته وسله ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG