لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان واېي په افغانستان کې نه داعش مني او نه یې پریږدي


د افغان د سولې د کمېشن غړي واېي طالبانو ورته ویلي د داعش موجودگي په افغانستان کې نه مني- د کمیشن ویاند مولوي شاهدالله شاهد واېي چې طالبانو ورته د پگواش د قطر په غونډه کې ویلي دي چې داعش نه مني او نه هم دا ډله په افغانستان کې ځاېي لري- مولوي شاهدالله شاهد واېي ( داعش په افغانستان کې دوېي نه منلو- دوېي اوویل چې داعش د سوریا او عراق دي - هلته یې نه تائید کوو او نه ېی تردید کوو- خو په افغانستان کې نه د داعش لپاره ځاېی شته او نه یې اجازت ورکوو) مولوي شاهدالله شاهد تیره اونۍ په قطر کې د طابانو سره د سولې امن شوری' په پلاوي کې ؤ- مولوي شاهدالله افغانستان ته بیرته په رسیدلو دا هم ویلي دي چې د ملگرو ملتونو نه غوښتنه کوي چې د هاغه طالبانو نومونه دې د تر هگرو د تور فهرست نه بهر کړي چې د سولې په پروسه کې ورگډ شوي دي- مولوي شاهدالله شاهد واېي ( مونږ وایو د تور لسټ نه دې اوخکل شي- سوله اوخبرې هدف دی- که دوېي ټول عمر په تور لسټ کې پاتې شي هیڅ گټه یې نشته) مولوي شاهدالله شاهد واېي چې د داسې کولو سره بهد طالبانو سره رابطې اسانې شي-

نور تفصیل د کابل نه د ډیوه ریډیو خبریال کمال سادات په دې رپورټ کې واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG