لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د پي ټي ائي او پي ټي ای د غړو او پوليس ترمينځ انښتې دوام لري


په عېن حال کې عمران خان او طاهر القادري وئيلي ترهغې به بېرته نه واپس کيږي ، چې څو پورې وزيراعظم نوازشريف د خپلې څوکۍ څخه مستعفي شوی نه وي .
په عېن حال کې عمران خان او طاهر القادري وئيلي ترهغې به بېرته نه واپس کيږي ، چې څو پورې وزيراعظم نوازشريف د خپلې څوکۍ څخه مستعفي شوی نه وي .

د پاکستان پلازمينې اسلام اباد په حساسه علاقه د پارليمنټ او وزيراعظم هاؤس او نورو مهمو ودانو مخې ته د تېرې شپې راهسې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي ) او پاکستان عوامي تحريک (پي ای ټي ) په دهرنو کې د گډون والو او پوليس ترمينځ انښتې دوام لري ، او تر اوسه پورې په دغو انښتو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي ، او د ۴۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .

تېره شپه د هغې وخت راهسې چې د اسلام اباد په حساسه علاقه کې د عمران خان په مشرۍ د پي ټي ائي اوطاهرالقادري په مشرۍ د پي ټي ای په زرگونو مظاهره چيان غړي پارليمنټ او د وزيراعظم ماڼۍ سره نورو مهمو ودانو پله روان شو ، د مظاهره چيانو د مخې نيولو دپاره د پوليس لخوا په مظاهره چيانو د اوښکو بيوونکی گېس ويشتل کيږي ، او راپورونه وايي پوليس په مظاهره چيانو د ربړ گولۍ هم ورولي دي .

د بلې خوا نه مظاهره چيانو په پوليس گټي ويشتي ، او په ليندو يې پرې د شيشو گولۍ ورولي دي .

په دغو انښتو کې چې نن د اتوار په ورځ هم دوام لري ، د اسلام اباد د دوه روغتونونو پمز او پولي کلېنک د چارواکو په وينا ، د انښتو په نتيجه کې د ۴۵۰ نه زيات ژوبل کسان روغتون ته راوړل شوي ، چې پکې دوه کسانو ژوند دلاسه ورکړی ، او يو بل کس په ريډ زون کې د اوبو په ډنډ کې د ډوبېدو له امله هم وژل شوی دی .

د روغتون د چاوراکو په وينا ژوبلو کسانو کې چې زنانه ، ماشومان ، پوليس او د ميډيا کارمندان هم شامل دي ، زياتره پکې د اوښکو د بيوونکي گېس له وجې متاثر شوي دي . په گڼ شمېر د ربړ گولۍ لگېدلي او ځيني په ډنډو وهل شوي دي .

ځايي ميډيا وايي په ځينې ځايونو کې مظاهرچيانو او بيا په ځينې ځايونو کې بيا پوليس د ميډيا کارمندان په ډنډو وهلي ، گاډي يې او کېمرې يې ترې ماتې کړي دي .

په ځايي ټي وي چينلو ښودل کيږي ، چې مظاهره چيان د پارليمنټ د وداني مخې ته رسېدلي ، او هلته يې ونو ته اوورونه هم اچولي دي .

بل لور ته د پي ټي ائي صدر جاوېد هاشمي د وزيراعظم هاؤس مخې ته په روانو حالاتو وايي ، عمران خان ته مې د شاهراه دستور څخه د مخکې نه تلو وئيلي ؤ ، اوهغه راته باور راکړی ؤ ، چې دغسې به نه کوي . خو نوموړي د پارټۍ د فېصلې په ضد گام پورته کړو ، او وزيراعظم هاؤس پله يې خلک بوتلل .

جاوېد هاشمي د عمران خان په مشرۍ د پي ټي ائي د دهرنې د گډون والو وزيراعظم هاؤس پله د تگ په اړه يوې خبرې غونډې ته په وينا کې ووئيل ، چې د دهرنې د ځايې نه د وړاندې نه تلو فېصله د پارټۍ وه ، او ټولو منلې وه . خو لږه شيبه شېخ رشيد او شاهد سېف الله راغلل ، او عمران خان ته يې څه پېغام راورسوؤ .

نوموړي دا هم ووئيل چې په موجوده حالاتو کې زمونږ او مارشل لا ترمينځ ډېره کمه فاصله پاتې شوې ده ، او زه عمران خان د دغې شرمندگۍ څخه بچ کول غواړم .

په عېن حال کې عمران خان او طاهر القادري وئيلي ترهغې به بېرته نه واپس کيږي ، چې څو پورې وزيراعظم نوازشريف د خپلې څوکۍ څخه مستعفي شوی نه وي .

بل لور ته د کورونو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان او د دفاع وزير خواجه اصف وئيلي ، پوليس او امنيتي ادارې به د مظاهره چيانو لخوا قانون په لاس کې د اخستو مخه نيسې .

د پي ټي ائي مشر شاه محمود قرېشي وئيلي ، په دې خبره صلاح کوي چې اسلام اباد کې يې د دهرنو په پلويانو د تشدد مقدمه په چا درج کړي ، خو طاهرالقادري وئيلي ، په وزيراعظم نوازشريف او د کورونو چارو په مرکزي وزير چودهري نثار علي خان به د ترهگرۍ او اقدام قتل مقدمه درج کوي .

بل لور ته تېره شپه د پي ټي ائي د پلويانو او پوليس ترمينځ د انښتو وروستو د پي ټي ائي لخوا د هړتال اعلان شوی ؤ او نن د اتوار په ورځ کراچۍ ، لاهور او پېښور کې د پي ټي ائي پلويانو احتجاجي مظاهرې هم کړي دي .

په کراچۍ ښار کې د پي ټي ائي د هړتال ، احتجاجي دهرنو ، او مجلس وحدت المسلمين لخوا د احتجاجې مظاهرې او د دې ترڅنگ د اېم کيو اېم ډلې لخوا نن د وير د ورځې نمانځلو په مهال ښار تړلی پروت دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG