لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د خلافت اعلان یو کال


داعش شام او عراق کې قدیم اثار، عجائېبخانې، پخواني مزارونه او د ثقافتې ورثې نخښې نښانې تباه کړې دي
داعش شام او عراق کې قدیم اثار، عجائېبخانې، پخواني مزارونه او د ثقافتې ورثې نخښې نښانې تباه کړې دي

یو کال وړاندې د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکرالبغدادي د اسلامي خلافت اعلان کړی وو او ددې ورسته يي شام او عراق کې په پراخه سېمو قبضه کړې ده، ددې پرته چې نړي والې ټولنې د تندلاریتوب خلاف کوښښونه تند کړې دي.

د خلافت اعلان سني وسله والې ډلې فعاله کړې او شام او عراق کې د داعش په ولکه کې سېمې د مزکې تر ټولو خونړۍ سېمې گڼلی کیږي.

د داعش د لاندې سېمو کې وسله والو د نیول شوو کسانو سرونه قلم کړې، ځانمرگې حملې يي ترسره کړې، د نړۍ په نورو برخو کې د حملې ذمه واري يي په غاړه اخیستې او د زرگونو په شمیره کې يي خارجي وسله وال خپلو صفونو کې شامل کړې دي.

داعش شام کې د خانه جنگۍ او د عراق د سیاسي کړکیچ نه گټې پورته کړې دي او په دواړو هیوادونو کې يي گڼ شمیر ښارونه نیولې دي. د شام په رقعه ښار کې داعش خپل مرکز قائم کړی. هم دغه رنگ وسله والې ډلې د عراق په موسل، رمادي او فلوجه ښارونو خپل گرفت مظبوط کړی دی.

د داعش مخه نیولو دپاره امریکا د ځېنې ائتلافي هیوادونو په مرسته تیر کال د اگست د میاشت راهشې عراق او شام کې د وسله والو خلاف هوائي بمباري شورو کړې ده. په لسو میاشتو کې په مجموعي توگه ۴٨٠٠ هوائي حملې شوې دي. چارواکې وايي د حملو په ترڅ کې عراقي او د شام جنگیالو گڼې سېمې داعش نه بیرته اخیستې دي.

خو عراق کې داعش خلاف د گټې په لاره کې مشکل د عراقي ځواکونو کمزورۍ هم گڼلی کیږي چې په مزکه يي څه ډیره کامیابي نه ده ترلاسه کړې. د عراق انبار صوبه داعش نه بیرته اخیستلو په لړ کې ایران پلوه ملیشا او کرد جنگیالو هم د حکومتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.

د امریکا په مشرۍ کې د هوايي کاروائي پرته، صدر براک اوباما تر دا وخت سېمې ته د امریکائي ځواکونو بیا لیږلو فیصله نه ده کړې خو عراق ته يي فوجي تربیه کونکې لیږلې دي.

داعش د نظریاتې توجه مرکز زیاتره شیعه مسلمانان پاتې شوي چې ډله يي غیر مسلم گڼي. خو د شیعه مسلمانانو نه علاوه داعش مصر کې عیسایان، شام کې ډروز اقلیت او د عراق لږکۍ فرقه یزیدیان هم په نخښه کړې دي. ددې نه علاوه داعش تیونس، مصر، یمن او سعودي عرب کې د حملې پړه په غاړه اخیستې ده.

داعش شام او عراق کې قدیم اثار، عجائېبخانې، پخواني مزارونه او د ثقافتې ورثې نخښې نښانې تباه کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG