لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي عراق کې بې کوره شوو خلکو سره د امریکا امداد


صدربراک اوباما د خالي یا یکشنبې په ورځ ویلي د امریکا هوائي حملو په کامیابۍ د اسلامک سټیټ وسله او الات تباه کړې چې په اربیل د حملې دپاره استعمالیدی شو. هغه وویل د اسلامک سټیټ لخوا راپورته شوی خطر په څو ورځو کې نشې ختمیدی او پکې به څه نور وخت هم لگي
صدربراک اوباما د خالي یا یکشنبې په ورځ ویلي د امریکا هوائي حملو په کامیابۍ د اسلامک سټیټ وسله او الات تباه کړې چې په اربیل د حملې دپاره استعمالیدی شو. هغه وویل د اسلامک سټیټ لخوا راپورته شوی خطر په څو ورځو کې نشې ختمیدی او پکې به څه نور وخت هم لگي

د عراق په شمال کې د سني وسله والې ډلې د ویرې د اقلیتي مذهبونو زرگونو بې کوره شوې خلکو سره د انساي خواښوږۍ په بنیاد د امریکې امدادي کارواۍ جاري دي.

د کردستان اربیل ښار نه ٢٠٠ کلومیټره لرې په غرونو کې عیسائي، یزیدي او نورو اقلیتونو پناه اخیستې ده او امریکا ورته د جهاز د لارې خوراک او د څښکلو اوبه غورځولې دي چې پکې ٥٢٠٠٠ تیار خوراکونه او ١٠٦٠٠ گیلنې اوبې شاملې دي.

د اتوار په ورځ برطانوي پوځ هم د اسلام سټیټ د وسله والو په وجه بې کوره شوو خلکو ته امداد رسولی دی.

د خالي په ورځ امریکائي ځواکونو د اسلامک سټیټ په هدفونو څلور نورې حملې کړې دي. ویل کیږي د اسلامک سټیټ وسله وال شمالي عراق په سنجار سېمه کې په ملکی خلکو ډزې کوي. امریکائي ځواکونو ویلي د اسلامک سټیټ په هدفونو حملو کې جیټ جهازونه او ډرون استعمال شوي چې او بکتر گاډي او یو ټرک يي ویشتلی دی.

د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون ویلي عراق کې په خرابه وضعه په ژوره توگه فکر مند دی. هغه عراق کې د پراخ بنیاده حکومت په جوړول زور واچولو چې د عراقې ټولنې ټول غړي پکې نمائندگي ولري.

د عیسایانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په نړي واله ټولنه غږ کړی چې په عراق کې د کړکیچ حل دې راوباسي.

صدربراک اوباما د خالي یا یکشنبې په ورځ ویلي د امریکا هوائي حملو په کامیابۍ د اسلامک سټیټ وسله او الات تباه کړې چې په اربیل د حملې دپاره استعمالیدی شو. هغه وویل د اسلامک سټیټ لخوا راپورته شوی خطر په څو ورځو کې نشې ختمیدی او پکې به څه نور وخت هم لگي.

براک اوباما وویل فرانس او برطانیه راضي شوي چې عراق کې مهاجرینو ته امداد ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG