لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې سني وسله والو د خلافت قائمولو اعلان وکړو


رپورټونه وايي ښار کې د گل په ورځ جنگ روان وو. تکریت په هغه سیمو کې شامل دی چې د اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لوانټ یا امارات اسلامي فې العراق والاشام وسله والو پرې دا میاشت قبضه کړې وه
رپورټونه وايي ښار کې د گل په ورځ جنگ روان وو. تکریت په هغه سیمو کې شامل دی چې د اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لوانټ یا امارات اسلامي فې العراق والاشام وسله والو پرې دا میاشت قبضه کړې وه

په داسې مهال چې وسله والو عراق کې د خلافت اعلان کړی دی، عراقي ځواکونو تکریت ښار خپله ولکه کې اخستلو دپاره د سني وسله والو په هدفونو هوائي بمباري کړې ده.

رپورټونه وايي ښار کې د گل په ورځ جنگ روان وو. تکریت په هغه سیمو کې شامل دی چې د اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لوانټ یا امارات اسلامي فې العراق والاشام وسله والو پرې دا میاشت قبضه کړې وه.

د اتوار په ورځ د ايي ایس ايي ایل لخوا په انټرنیټ جاري شوي اډیو ټیپ کې ویل شوي د تنظیم مشر ابو بکر البغدادي د نوي خلافت مشر ټاکل شوی دی. د اسلامي نړۍ خلافت سلطنت عثمانیه چې مرکز يي په ترکي وو، د وړمبي جنگ عظیم ورستو ختم شوی دی.

ايي ایس ایل په یو وخت کې د القاعده سره تړون لرلو خو د خلافت جوړولو او د القاعده د مشرانو حکم نه منلو په سر يي القاعدې سره تعلق ختم کړی شو.

ايي ایس ایل د شام حلب ښار نه ویستلو دپاره د القاعده رسمي ائتلافي ډله د نورو تنظیمونو سره یوځائې شوه.

صدر براک اوباما دا میاشت عراق ته ٣٠٠ عسکري صلاحکار لیږلې دي، د عراقي حکومت امنیتي ځواکونه قوي کړي او د سني وسله والو مخنیوي دپاره جنگي مرکزونه قائم کړي.

بلخوا، اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سېمه کې کردانو لپاره د خپلواکه هیواد غوښتنه کړې ده. اسرائیلي مشر دغه وینا د اتوار په ورځ کړې ده. کرد د ډیر وخت راهسې د ازادۍ غوښتنه کوي او سیمه کې د موجوده اړگړې په صورتحال کې د کردانو د ازادۍ مطالبه گرانه ده چې پوره شي.

ترکې چې د کردانو لویه ابادي لري او غربي هیوادونه د عراق د تقسیم مخالفت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG