لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې د ټولټاکنو اخرنی پړاؤ روان دی


ه ټاکنو کې د اچول شوؤ رائو شميرنه به د مئ په ۱۶م نيټه کيږي .
ه ټاکنو کې د اچول شوؤ رائو شميرنه به د مئ په ۱۶م نيټه کيږي .

د نړۍ تر ټولو لويه جمهوريه هند کې د ټولټاکنو اخرنی نهم پړاؤ نن د گل په ورځ روان دی ، او په ۴۱ نشتونو رائې اچولی شي .
هند کې د اپريل د مياشتې د اوومې نېټې راهسې د پيل شوؤ ټاکنو په وروستي پړاؤ کې نن د اترپرديش رياست په ۱۸ سيټونو ، د مغربي بنگال په ۱۷ او بهار په شپږو سيټونو سيالۍ روانې دي .
د ټاکنو په نني پړاؤ کې د بنارس نشت ډير مهمه گڼل کيږي ، په کوم باندې چې د بهارتي جنتا پارټۍ لخوا د وزيراعظمۍ څوکۍ ته ولاړ کانديد نريندر مودي ، د عام ادمي پارټۍ د مشر اروند کيجروال او کانگرس پارټۍ د کانديد اجی رائی ترمينځه سيالي کيږي .
د راپورونو ترمخه د بنارس په حلقه باندې ټاکنو کې برخه اخستونکو د درې غټو پارټو کانگرس ، عام ادمي پارټۍ او بهارتي جنتا پارټۍ لخوا لوئي لوئي جلسې شوي ، او نن په دغه حلقه ډيره گڼه ليدل کيږي .
راپورونه وايي د بنارس سيټ گټل د هند د نوي حکومتي مشر د جوړيدو دپاره مهم دی ، او وئيل کيږي که چرته د نريندر مودي پارټي په پارليمان کې زيات سيټونه گټي ، او خپله مودي دغه سيټ بائيلي نو د هغه دپاره به د هند نوی وزيراعظم جوړيدل گران شي .
هند کې په ترسره کيدونکو ټولټاکنو کې نزدې ۸۱ کروړه او ۴۰ لاکهه کسان د ووټو اچول جوگه وو ، او په ټاکنو کې د اچول شوؤ رائو شميرنه به د مئ په ۱۶م نيټه کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG