لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند : مندر کې د گډوډي جوړېدو له امله ۱۰ کسان مړه ، په درځنونو ژوبل


 پوليس په وينا د گډوډي په مهال خلک په خپلو مذهبي رسوماتو ادا کولو کې بوخت وو ، او ځينې په زمکه هم ملاست وو .
پوليس په وينا د گډوډي په مهال خلک په خپلو مذهبي رسوماتو ادا کولو کې بوخت وو ، او ځينې په زمکه هم ملاست وو .

د هند په مدهيه پردېش رياست کې نن د گل په ورځ يو مندر کې د عبادت په وخت د گډوډي جوړېدو په نتيجه کې لږ تر لږه لس کسان مړه او په درځنونو نور ژوبل شوي دي .

راپورونه د ځايي پوليس لخوا وايي چې کامتانات په مندر کې د زرگونو په شمېره کې خلک د نوې مياشت د شپې په لړ کې خصوصي عبادتونو له راجمع شوي وو . چې په دغه مهال د بجلۍ د شاټ سرکټ له کبله د اور لمبې پورته شوې ، او په مندر کې گډوډی جوړ شو .

د اورلگېدو سره په لويه شمېره کې خلکو په يو ځايې د مندر دروازو پله منډې کړې ، او په هغې کې کسان مړه او ژوبل شوي دي .

د پوليس په وينا د گډوډي په مهال خلک په خپلو مذهبي رسوماتو ادا کولو کې بوخت وو ، او ځينې په زمکه هم ملاست وو . پوليس وايي پېښه کې ۶۰ کسان ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي هند کې زياتره د عبادت په ځايونو کې دغه پېښې د نامناسبه انتظام له وجې رامنځته کيږي .

د تېر کال اکتوبر په مياشت کې هم مدهيه پردېش رياست کې يو پخواني مندر پله تلونکي پُل باندې د خلکو په گڼه کې گډوډی جوړ شوی ؤ ، او په هغې کې هم لږ تر لږه ۸۹ کسان مړه او ۱۰۰ نور ژوبل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG