لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان کې د میلې په مهال ټیل، ٣٦ کسان مړه شوې


میله کې برخه اخستونکې دا عقیده لري چې د دریابونو په سنگم کې د لامبیدو ورستو دوې د ټول گناهونو نه پاک شی. ویل کیږي چې دا میله د تیرو ٢٠٠٠ کالو راهسې په دغه ځائې کیږي
میله کې برخه اخستونکې دا عقیده لري چې د دریابونو په سنگم کې د لامبیدو ورستو دوې د ټول گناهونو نه پاک شی. ویل کیږي چې دا میله د تیرو ٢٠٠٠ کالو راهسې په دغه ځائې کیږي
د هندوستان اله اباد ښار کې د هندوانو د یوې مذهبي میلې په مهال ټیل کې ٣٦ کسان مړه شوې دي چې زیاتره پکې ښځې دي.
چارواکو ویلې ټیل د اله اباد د ریل گاډي په سټیشن خلکو د میلې نه بیرته تگ په وخت جوړ شو.
په دسمدستي توگه چارواکو دا نه ده واضحه کړې چې ټیل څه رنگ جوړ شو خو د ریل وائی وزیر دا خبرونه رد کړې چې ټیل د پیاده تگ د پاره د یو پول جنگلې د ماتي په وجه جوړ شوی وو.
د گنگا او جمنا دریاب په سنگم د هندوانو میلې ته تر ٣٠ لکو پورې خلک راغلې وو. د کومب میلې په نوم دغه دستوره د هندو مذهب تر ټولو مبارکه ورځ گڼلی کیږي چې هر ١٢ کاله پس نمانځلی کیږي.
میله کې برخه اخستونکې دا عقیده لري چې د دریابونو په سنگم کې د لامبیدو ورستو دوې د ټول گناهونو نه پاک شی. ویل کیږي چې دا میله د تیرو ٢٠٠٠ کالو راهسې په دغه ځائې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG