لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند امونه او سفارتکاري


د هندوستان په رنگ پاکستان کې هم امونه د اوړي د موسم خونده وره میوه ده
د هندوستان په رنگ پاکستان کې هم امونه د اوړي د موسم خونده وره میوه ده
هندوستان او یورپین یونین یا د یورپې هیوادونو اتحاد د امونو په سر تاو تریخوالي کې ښکیل دي. پورپین یونین هندوستان نه د امونو په واردادتو یا امپورټ بندیز لگولی او وجه يي د امونو په یوه پیره کې د یو خاص چینجې لیدل دي.
خو که یو خوا د امونو هندي تاجران د یورپي مارکیټ دلاسه تلو په هکله اندیښمن دي نو عام هندوستانیان د امونو د یو گران قسم ارزانیدو باندې خوشحاله دي.
د هندوستان سرښار د نوي دلې اوسیدونکې پرنیمه دیر د هفتې په اخره کې د خپل استعمال دپاره سبزي او میوه ذخیره کړې وه خو چې د الفانزو نومي ام قیمت دغورزیدو خبر يي ولوستو نو په منډه بازار ته لاړه چې وا يي خلي. په عامو ورځو کې د اوچتې بیعي په وجه لکه د هغې په رنگ د منځنۍ طبقې خلک ددغه ام اخیستو وس نه لري.
"زه انتهائي خوشحاله یم. مونږ په دې امونو نه مړیږیو زه یقین نشم کولی."
د یورپي یونین لخوا په الفانزو ام باندې د ١٨ میاشتو پابندۍ ورسته بازارونه د ام ددغه قسم نه ډک دي. په الفانزو او ځېنې سبزو باندې پابندي هغه وخت ولگولی شوه کله چې پکې پورپ ته لیږل شوي ځېنې پیرو کې یو خاص چنجی وموندلی شو.
په هندي امونو پابندي د مۍ په وړمبۍ نیټه ولگولی شوه او ددغه وخت راهسې د الفانزو امونو قیمت په تیرو شلو کلونو کې تر ټولو ټیټې درجې ته ورسیدو. یو کلو الفانزو امونه دا وخت دوه نیم او تر څلوو ډالرو پورې خرڅیږي، چې د عامو ورځو د قیمت نیمه بیعه ده.
د هندوستان د میداني سیمو په سخت اوړي کې که څه شیایان د خوند دي نو الفانزو ام پکې هم شامل دی او د خونده ورې ذائقې په وجه دا دې تود موسم انعام گنلی کیږي.ددې ام مختلف قسمونه دي خو تر ټولو خونده ور الفانزو دی چې د غربي مهاراشړه ریاست په ساحلي سېمو کې کرلی کیږي.
الفانزو ته د امونو باچا هم ویل کیږي او د خوند او خوشبو په وجه يي د جاپان نه واخلي تر یورپ پورې ډیر طلب دی. هندوستان نه د بهر لیږلو په وجه يي د هیواد دننه قیمت زیات وي او د اکثر خلکو د وس نه بهر وي. خو عام خلک د الفانزو مینه په نورو امونو ماتوي.
که یو خوا د الفانزو خوښونکې د ام د ارزانې بیعې نه خوند اخلي نو بل خوا مبمۍ کې چې د هندوستان د امونو د تجارت مرکز دی، تاجران پریشانه دې.
سنجی پنساري د ایگریکلچر پروډیوس مارکیټ کمیټي یو ډائریکټر دی وايي د پورپي پابندۍ په وجه هغوي د گټه ورې منډائي نه محرومیږي.
"مونږ د قمتونو په باره کې پریشانه نه یو زمونږ لویه پریشاني دا ده چې یورپي مارکیټ مې د لاسه وځي."
الفانزو بهر ته لیږونکې تاجران دغه ام اوس د هیواد دننه خرڅوي.
ممبۍ کې د امونو تاجر بهارت پاور وايي نیم په نیمه ارډرونه يي منسوخ کړی شوي دي او په ځائې بازار کې اوس ددغه ام خرڅون ته مجبور شوی دی.
نوي دلي کې هندي چارواکو په هندي امونو د پورپین یونین د پابندۍ غندنه کړې ده او غوښتنه کوي چې بیرته دې واخیستلی شي. هندي چارواکو دړکه کړې چې مامله ورلډ تریډ ارگنائزیشن ته هم د ثالثۍ دپاره وړلی شي.
د هندوستان نه لرې برطانیه کې هم الفانزو مارکیټ د غیبیدو په سر احتجاجونه شوي دي.برطانیه کې په گڼه شمیره کې د برې صغیر خلک میشته دي او په اوړي کې د وطن نه راغلي امونو نه خوند اخلي.
د برطانيي د پارلیمنټ هندي نژاد غړي کیت واز په هندي امونو د پورپین یونین د پابندۍ مخالفت کړې دی. او د برطانيي وزیر اعظم ډیوډ کیمرون ویلي نوي هندي وزیراعظم سره به د امونو په معامله خبرې اترې کوي. د هندوستان نوی وزیراعظم به ددې میاشت په اخیره کې په خپله چوکۍ کښیني.
د هندوستان امونه سفارتکارۍ سره بلد دي. هندي مشران اکثر د هیواد په سفرخارجي میلمنو ته امونه په ډالۍ کې ورکوي. او کال ٢٠٠٦ کې امریکا او هندوستان یوه معاهده لاس لیک کړه چې د موټر سائیکل په بدل کې د امونو لوظنامه ورته ویل کیږي.
د معاهدې ترمخه هندوستان امریکې نه هارلی ډیوډسن موټرسائیکلو رالیږلو ته لاره خلاصه کړه او په بدل کې امریکې په هندي امونو د تیرو اتلسو کلونو پابندي ختمه کړه

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG