لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دېش : سري لنکا د ټي ټوئنټې ورلډکپ اتل شو


سري لنکا د ۱۳۰ رنزونو هدف د څلورو لوبغاړو په سوزيدو په ۱۷.۵ کې پوره کړو ، او په لمړي ځل يې د ټي ټوئنټي نړيوال کپ
سري لنکا د ۱۳۰ رنزونو هدف د څلورو لوبغاړو په سوزيدو په ۱۷.۵ کې پوره کړو ، او په لمړي ځل يې د ټي ټوئنټي نړيوال کپ
بنگله دېش کې د ټي ټوئنټې ورلډکپ فائنل مېچ سري لنکا په شپږو وکټو وگټلو ، په فائنل مېچ کې هند لمړی بيټنگ کړی او په ټاکلو شلو اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوزېدو ۱۳۰ رنزونه جوړ کړي وو . سري لنکا ټاس گټلی او هند ته يې د بيټنگ بلنه ورکړې وه .
سري لنکا د ۱۳۰ رنزونو هدف د څلورو لوبغاړو په سوزيدو په ۱۷.۵ کې پوره کړو ، او په لمړي ځل يې د ټي ټوئنټي نړيوال کپ وگټو.
د سري لنکا په ټيم کې زياته رنزونه کماراسنگارا په ۳۵ بالونو ۵۲ رنزونه جوړ کړل ، جئی وردهنے ۲۴ ، پريرا ۲۱ او دلشان ۱۸ رنزونه جوړ کړل .
د سري لنکا کمارسنگارا د فائنل مېچ او د هند ويرات کوهلي د ټورنامنټ غوره لوبغاړی وگرځول شو .
د هند لخوا سرېش رائنا ، اېم اېم شرما ، اشون او مشرا په يو يو وکټ کې بريالي شو .
د هند لخوا ترټولو زيات رنزونه ويرات کوهلي په ۵۸ بالونو ۷۷ رنزونه جوړ کړي وو ، په پاتې نورو بېټسمېنانو کې روهت شرما په ۲۶ بالونو ۲۹ او يوراج سنگهـ په ۲۱ بالونو ۱۱ رنزونه جوړ کړي وو .
د سري لنکا درې باؤلران په يو يو وکټ اخستو کې کامياب شوي دي .
د هند کرکټ ټيم د ټي ټوئنټې د وسنې ورلډکپ په ټورنامنټ کې تراوسه يو مېچ هم نه وو بائللی ، ولې په فائنل کې يې ماتې وخوړه . د هند ټيم په کال ۲۰۰۷ م کې د ټيي ټوئنټې ورلډ کپ گټلی ؤ .
هلته بيا د سري لنکن ټيم دا درېم ځل وو چې د ټي ټوئنټي فائنل ته رسيدلی او اخر چې کاميابي يې ترلاسه کړه .
سري لنکا په سيمي فائنل مېچ کې ويسټ انډيز او هند ـ جنوبي افريقې ته ماتې ورکړې او دواړه ټيمونه فائنل ته رارسېدلي وو .
د سري لنکا دوه لوبغاړو کمارا سنگارا او مهيلا جئ وردهنے د ټي ټوئنټې په وخت کې اعلان کړی
ؤ ، چې د دغې ورلډکپ څخه وروستو به نور د نړيوال ټي ټوئنټې لوبه نه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG