لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران : جاوېدهاشمي ـ " د نن نه ستا او زما لارې جدا دي "


عمران ـ جاوېدهاشمي ته په مخاطب کېدو ووئيل " د نن نه ستا او زما لارې جدا دي " .
عمران ـ جاوېدهاشمي ته په مخاطب کېدو ووئيل " د نن نه ستا او زما لارې جدا دي " .

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې مشر عمران خان د اسلام اباد په رېډ زون کې د خپل ازادي مارچ گډون والو ته په وينا کې د پارټۍ د صدر جاوېدهاشمي هغه خبره رد کړه ، چې گنې د پارټۍ د فېصلې په ضد يې گام پورته کړی او د دهرنې د ځايې څخه پارليمنټ باندې د بل چا په وينا ورغلی .

عمران خان ووئيل تېره شپه راته د طاهرالقادري د پاکستان عوامي تحريک (پي ای ټي) لخوا په پُرامنه ډول په يو ځايې د مخکې تلو ووئيل شو ، او ما پرې د پارټۍ د کورکميټۍ سره صلاح وکړه ، او د جاوېدهاشمي نه علاوه ټولو د پي ای ټي سره يو ځاېې مخ په وړاندې د تلو خبره ومنله .

عمران ـ جاوېدهاشمي ته په مخاطب کېدو ووئيل " د نن نه ستا او زما لارې جدا دي " .

په دغه مهال پخواني کرکټر د پارټۍ د درې نورو اېم این ای ناصر خټک ، مسرت احمد زېب او گلزار احمد د پارټۍ څخه د ويستو ووئيل ، او زياته يې کړه چې هغويې استعفاگانې نه وې جمع کړې .

جاوېدهاشمي سره چې د پي ټي ائي د صدارت څوکۍ وه ، عمران د هغه سره د لارې جدا کولو اعلان په داسې مهال وکړو ، چې له دې وړاندې په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې جاوېدهاشمي وئيلي ؤ ، عمران د پارټۍ د پرېکړې (چې په پارليمنټ به نه ورڅو) په ضد گام پورته کړو ، او په پارليمنټ هاؤس ورغلو .

جاوېدهاشمي دا هم وئيلي ؤ ، چې عمران د پارټۍ د پرېکړې وروستو هغه وخت د طاهرالقادري سره يو ځاې د تلو ووئيل چې شېخ رشېد او سېف الله نيازي راغلل او پټ پېغام يې ورته ورکړو .

نوموړي زياته کړې وه چې ما بغاوت نه دی کړی او وس هم د پارټۍ منتخب صدر يم . جاوېدهاشمي په عمران خان بېرته د دهرنې ځايې ته د راتلو د غږ سره وئيلي ؤ، ما چې د کومو ادارو دپاره جېلونه خوړلي په هغو حمله نه شم کولی . د نوموړي په وينا دا وخت زمونږ او مارشل لا ترمينځ لږه فاصله پاتې شوې ده .

د جاوېدهاشمي د پارټۍ څخه په وېستو د عمران خان په دغې گام په ټويټر بحث تود شوی او سختې نيوکې پرې کيږي ، او ډېر کسان وايي چې عمران خان خو د بادشاهت په ضد نعرې وهي خو خپله يې د بادشاهانو په رنگ کار وکړو او د پارټۍ يو منتخب صدر يې لرې کړو .

له دې وړاندې هم جاوېدهاشمي هغه وخت هم د عمران خان څخه خفه شوی ؤ، چې طاهرالقادري د لاهور نه په يو ځايې د پي ټي ائي سره د مارچ کولو وئيلي ؤ ، خو بيرته يې بيا پخلا کړی ؤ .

د پنجاب صوبې د ملتان سيمي سره تعلق لرونکي جاوېدهاشمي د طالب علمۍ څخه سياست پېل کړی ، او د ۱۹۷۰م په لسيزه کې د سياست عملي مېدان ته د پوځي امر ضياالحق په وخت کې راغلی . په طالب علمۍ کې په جمعيت ، د ضيا په دور کې د ځوانانو د امورو وزير مملکت او څلور ځله د قامي اسمبلۍ غړی پاتې شوی دی .

اصولي سياسي لوبغاړی جاوېدهاشمي په کال ۲۰۰۲م کې د پوځي امر پرويز مشرف په دور کې د مسلم ليگ (ن) ډلې د قيادت د سعودي عرب د جلاوطنۍ په وخت قائم مقام صدر پاتې شوی ، او د پرويز مشرف په دور کې يې نزدې شپږ کال جېل هم تېر کړی ، او په جېل کې يې دوه کتابونه " ھاں میں باغی ھوں " او " تخته دار کے سائے تلے " هم ليکلي دي .

په کال ۲۰۰۸م کې يې د پارټۍ په ځينو پاليسو نيوکې وکړې ، او په مينڅ کې فاصلې پېدا شوې ، او په کال ۲۰۱۰م کې د فالج د ناورغۍ وروستو چې بيرته سياست ته راغلو . نو په ۲۴م دسبمر کال ۲۰۱۱م کې په پاکستان تحريک انصاف کې شامل شو . چې نن ورسره خپله د تحريک انصاف مشر عمران خان لارې جدا کړې .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG