لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي


د تېرې مياشتې د ۱۵م نېټې راهسې په شمالي وزيرستان کې پوځ د طالبانو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، پوځ وايي دغه عمليات په کاميابۍ سره روان دي .
د تېرې مياشتې د ۱۵م نېټې راهسې په شمالي وزيرستان کې پوځ د طالبانو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، پوځ وايي دغه عمليات په کاميابۍ سره روان دي .

د راپورونو ترمخه د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په غلام خان علاقه کې يوه بمي چاؤدنه کې دوه پوځي عسکر وژل شوي دي .

د سرچينو ترمخه دغه پېښه د زيارت په ماښام د پاکستان او افغانستان پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان په غلام خان علاقه کې رامنځته شوې ده .

په داسې حال کې چې د تېرې مياشتې د ۱۵م نېټې راهسې په شمالي وزيرستان کې پوځ د طالبانو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، پوځ وايي دغه عمليات په کاميابۍ سره روان دي .

د شورو په ورځ د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د جيټ الوتکو په بمبارۍ کې ۲۰ وسله وال چې پکې بهرني ترهگر هم شامل ؤ ، وژل شوي وو . او په دغه بمبارۍ کې د جنگيالو د څلور پټو ځالو تباه کولو ادعا شوې وه .

شمالي وزيرستان کې روان ضرب عضب اپرېشن کې تراوسه پورې د ۵۰۰ نه زياتو جنگيالو د وژنې ادعاوې شوي دي . خو په ازادانه توگه اپرېشن کې د اوختې مرگ ژوبلې کره مالومات نه شي کېدی ، ځکه چې په کومه علاقه کې عمليات روان دي هلته د ميډيا رسد نشتی .

په عېن حال کې چې شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد پوځي اپرېشن روان دی ، د افغانستان د خفيه ايجنسۍ د چارواکو لخوا تور لگول شوی ، چې په دغې اپرېشن کې د حقاني نيټ ورک په ضد کارروائي نه ده شوې .

د زيارت په ورځ د پاکستان سيکرټري خارجه اعزاز چودهري اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې په د حکومت او پوځ هغه دريز تکرار کړې ، چې دغه اپرېشن د ټولو ترهگرو په ضد روان دی .

له دې وړاندې د پاکستان حکومت او پوځ هم وئيلي ، چې ضرب اپرېشن بې له څه فرقه د ټولو تندلارو په ضد کولی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG