لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائي سي اسي د "بگ تهري" منصوبې منظوري ورکړه


د بگ تهري منصوبې د منظورۍ وروستو د ائي سي سي د انتظامي او مالي چارو واک "بگ تهري" هند ، اسټريليا او انگلېنډ ته په لاس ورغی .
د بگ تهري منصوبې د منظورۍ وروستو د ائي سي سي د انتظامي او مالي چارو واک "بگ تهري" هند ، اسټريليا او انگلېنډ ته په لاس ورغی .

د کرکټ نړيوال تنظيم (ائي سي سي ) د بگ تهري د منصوبې د مسودي منظوري ورکړه ، او د منصوبې د منظورۍ وروستو د ائي سي سي د انتظامي او مالي چارو واک "بگ تهري" هند ، اسټريليا او انگلېنډ ته په لاس ورغی .


د کرکټ نړيوال تنظيم (ائي سي سي ) د بگ تهري د منصوبې د مسودي منظوري ورکړه ، او د منصوبې د منظورۍ وروستو د ائي سي سي د انتظامي او مالي چارو واک "بگ تهري" هند ، اسټريليا او انگلېنډ ته په لاس ورغی .
پاکستان او سري لنکا د بگ تهري منصوبې د منظورۍ په حق کې ووټ نه دی اچولی او وئيلي يې دي د دغې منصوبې په مسوده دې ورته د غور دپاره وخت ورکړی شي .
د ائي سي سي لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، چې نن په سنگاپور کې د بگ تهري منصوبې قرارداد وړاندې کړی شو، او د کرکټ د نړيوال تنظيم اته غړو د دغې منصوبې په حق کې ووټ ورکړو .
د بگ تهري منصوبه هند د اسټريليا او انگلېنډ سره په گډه د دې دپاره جوړه کړې وه ، چې د کرکټ د نړيوال تنظيم د مالي او انتظامي چارې په خپل واک کې واخلي .
د قرارداد د منظورۍ وروستو به وس د کرکټ د امدن زياته برخه د دغو درېو واړو هېوادونو د کرکټ بورډ ته رسي .
د ائي سي سي د بيان ترمخه د هند د کرکټ بورډ مشراېن سري نواسن به د روان کال د جولائۍ په مياشت کې د ائي سي سي بورډ د مشرۍ څوکۍ سمبال کړي او د اسټريليا د کرکټ بورډ مشروېلی اېډورډ به د نوې جوړې شوې ايگزيکټيو کميټۍ مشرجوړ شي .
د بگ تهري د قرارداد پاس کېدو دپاره د ائي سي سي د مستقل اته غړو د ووټ ضرورت ؤ ، ويسټ انډيز ، بنگله ديش ، زمبابوی او نيوزي لېنډ د قرارداد په حق کې ؤ . ولې پاکستان ، سري لنکا او جنوبي افريقې د بگ تهري مخالفت کولو .
خو نن جنوبي افريقې د بگ تهري په حق کې ووټ واچولو او پاکستان او سري لنکا يواځې پاتې شو. دغه رنگ د بگ تهري د پاس کېدو سره هند ، اسټريليا او انگلېنډ نړيوال کرکټ په خپل واک کې واخيستو .
د راپورونو ترمخه د پاکستان کرکټ بورډ مشر ذکا اشرف وئيلي ، پاکستان يواځې نه دی پاتې شوی . دوي د بگ تهري په اړه په خپل دريز ټينگ ولاړ دي خو جنوبي افريقې ورسره دهوکه وکړه ، او دغه قرارداد پاس کړی شو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG