لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره امن مذاکراتو کې زنانه ؤ د نمائندگۍ غوښتنه


هیدر بار وویل افغان صدر اشرف غني دا موقع په لاسو لري چې مذاکرات په داسې ډول په وړاندې بوځي چې د انساني حقوقو په اړه پکې د افغانانو اندیښنو پام شوی وي. میرمن بار غوښتنه وکړه پکاره ده چې افغانستان سره مرسته کونکې افغان صدر دغه خبرې ته مجبور کړي
هیدر بار وویل افغان صدر اشرف غني دا موقع په لاسو لري چې مذاکرات په داسې ډول په وړاندې بوځي چې د انساني حقوقو په اړه پکې د افغانانو اندیښنو پام شوی وي. میرمن بار غوښتنه وکړه پکاره ده چې افغانستان سره مرسته کونکې افغان صدر دغه خبرې ته مجبور کړي

د انساني حقوقو یو نړي وال تنظیم غوښتنه کړې ده چې د افغانستان نوی حکومت دې طالبانو سره ممکنه امن مذاکراتو کې د ښځو نمائدگي یقیني کړي.

نیویارک کې میشته تنظیم هیومن رائټس واچ ویلي په ورستیو ورځو کې د افغان حکومت لخوا جاري شوي بیانونه د افغان حکومت طالبانو سره د خبرو اترو بیا شورو کولو کوښښونه په ډاگه کوي.

هیومن رائټس واچ وايي افغان حکومت دا نه ده واضحه کړې چې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کونسل د قراردادونو سره سم زنانه ؤ ته شخړو د هوارولو ترڅنگ د فیصله سازۍ په نورو چارو کې به نمائندگۍ ورکوي او که نا؟

د اتوار یا شنبې په ورځ یو بیان کې د هیومن رائټس د زنانه د حقوقو څیړنکارې هیدر بار وویل که چرې افغانستان کې د امن بهیر په وړاندې ځي نو ټولو ډلو ته پکار دي چې زنانه مرکچیانو ته هم نمائندگي ورکړي چې دا رنگ نه یواځې انساني او بلکه په خصوصي توگه د زنانه ؤ حقوقو تحفظ وکړی شي.

په تیرو وختونو کې د مذاکراتو په هکله هیومن رائټس واچ وویل د زنانه ؤ د حقوقو افغان کارکونکو دا ویرې څرگندې کړې دي چې طالبانو سره د مفاهمت ترلاسه کولو په بدل کې به حکومت د زنانه ؤ حقوق دلاسه ورکړي.

د اکسفیم نومې امدادي ادارې د شمیرې ترمخه، د کال ٢٠٠٥ راهسې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ٢٣ دورونه شوي دي خو د حکومت لخوا یوه زنانه په دواؤ دورونه کې ناسته وه.

هیدر بار وویل افغان صدر اشرف غني دا موقع په لاسو لري چې مذاکرات په داسې ډول په وړاندې بوځي چې د انساني حقوقو په اړه پکې د افغانانو اندیښنو پام شوی وي. میرمن بار غوښتنه وکړه پکاره ده چې افغانستان سره مرسته کونکې افغان صدر دغه خبرې ته مجبور کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG