لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جرنیل کريمي په پاکستان کې تود هرکلې یو بې مثاله بدلون دی؟


د پاکستان په سفر د افغانستان د ځواکونو مشر جنرل شیرمحمد کريمي د خپل پاکستاني سیال جنرل راحیل شريف سره لیده کاته کړي - دپاکستان د ځواکونو د مطبوعاتو څانگه اي ایس پي آر واېي دواړو سر لښکرانو په دوه اړخیزه پوځي اړيکو، د گډې پلې په امنيت او د ترهگرو خلاف په شريکو هڅو گټورې خبرې کړي دي-

د پاکستان د ځواکونو یو پخواني افسراو د دفاعي چارو څیړونکي جنرل طلعت مسعود ډیوه ریډیو ته ویلي دي د ښاغلي کريمي پاکستان ته د سفر په وخت تود هرکلې شوې او دا ښاېي چې د سياسي اړيکو نه پرته پوځي اړيکي هم اوس سمې شوي دي - ښاغلې مسعود واېي " افغانستان پخوا د پاکستان په کردار ډیر شکونه کول خو وس په اړيکو کې یو بې مثاله بدلون لیدل کیږي- د کله نه چې اشرف غني صدر شوې نو د پاکستان لخوا نه هم په رابطو کې تیزي راغلې ده"

ښاغلې کريمي د پاکستان په سفر کې د پوځي مشرانو سره ليدو کتو نه علاوه د ایبټ اباد په پوځي اکیډمۍ کاکُول کې د تازه تربیه شوي عسکرو په دستوره کې خاص میلمه دی - ښاغلې مسعود واېي دا خبره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو بې مثاله نزدې والې ثابتوي "د افغانستان د ځواکونو مشر د پاکستان د ځواکونو مهمې دستورې ته دخاص میلمه په توگه رابلل لویه معنا لري" د پاکستان په پوځي اکیډمۍ کې د افغانستان عسکر هم تربیه شوي دي-

په پېښور کې وتلې خبریال او څیړونکې اسماعيل خان واېي بیا هم که دې تازه لیدو کتو ته افغانستان ډیر خوش بينه دی خو پاکستان لا خپل پخواني لوظونه ورسره پاللي نه دي- اسماعيل خان واېي " سره ددې چې په افغانستان کې ډیره زیاته خوش بينی ده خو د روان کال د فرورۍ په میاشت کې د جنرل راحیل شريف کابل ته د سفر په وخت ډیر لوظونه شوي وو خو د افغانستان واکمن تر اوسه په طمع دي چې پاکستان به کله خپل لوظونه وپا لي" اسماعيل خان هم دا اونۍ د کابل سفر کړې ؤ او هلته ېی د پوځي ، سیاسي مشرانو نه علاوه د عامو افغانانو سره هم خبرې اترې کړې وې-

په ورستیو کلونو کې د افغانستان پخواني صدر حامد کرزۍ او پوځي مشرانو په پاکستان سختې نیوکې کولې – د افغانستان مشرانو تور پورې کؤ پاکستان په خپله خاوره شرخوښو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې حملې کوي – پاکستان تیر کال د جون په میاشت کې دافغانستان پلې ته نزدې په خپله قباېلي سيمه شمالي وزیرستان کې دترهگرو په ضد پوځي عملیات شورو کړي- د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحيل شريف او وزیراعظم نواز شريف په خپلو بیلو بیلو ویناگانو کې بیا بیا تکرار کړې اوس په خپل هیواد کې د تمامو تر هگرو په ضد یو شان عملیات کوي او واېي په خپل گاونډي هیواد کې هم امن غواړي- د جرنل شیر محمد کريمي پاکستان ته سفر به د دواړو ملکونو په اړيکو کې څه لوېی بدلون راولي که نا؟ خو په ظاهره داسې معلومیږي د دواړو هیوادونو مشران تر هگرو ته د ماتې ورکولو په خبره یو شوي دي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG