لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېصل اباد : مشرف باندې حمله کې ککړ څلور مجرمان تېزندي کړی شو


تېزندي کړی شوؤ کې غلام سروربهټي ، زبېراحمد ، راشد قرېشي او روسي وگړی اخلاق احمد شامل دي .
تېزندي کړی شوؤ کې غلام سروربهټي ، زبېراحمد ، راشد قرېشي او روسي وگړی اخلاق احمد شامل دي .

د پاکستان پنجاب صوبې د فېصل اباد ښار په ضلعي جېل کې پخواني پوځي صدر باندې قاتلانه حمله کې ککړ څلور مجرمان نن د اتوار په ورځ د ماسپخين نه وروستو تېزندي کړی شو .

راپورونه وايي تېزندي کړی شوؤ کې غلام سروربهټي ، زبېراحمد ، راشد قرېشي او روسي وگړی اخلاق احمد شامل دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه دغه کسان په پخواني پوځي صدر پروېز مشرف باندې قاتلانه حمله کې ککړ وو ، او د حملې په کېس کې هغويي ته د تېزندۍ سزا اورول شوې وه .

پروېز مشرف باندې په کال ۲۰۰۳م کې حمله شوې وه ، او په دغې حمله کې ۱۵ کسان وژل شوي وو .

د فېصل اباد په ضلعې جېل کې د جمعې په ورځ هم دوه پخوانو پوځيانو ته تېزندي ورکړی شوې وه ، په دغو تېزندي شوؤ کې ډاکټر عثمان ته په جې ايچ کيو د حملې ، او ارشد محمود ته د مشرف د حملې په کېس کې پوځي عدالتونو د پهانسۍ سزا اورولې وه .

فېصل اباد کې د تېزندۍ ورکولو په مهال د ټولې پنجاب صوبې په جېلونو پوځ ځايي پر ځايې کړی شوی ، او د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي دي .

پاکستان کې شپږ کاله وروستو په داسې مهال د تېزندۍ عملي شوه ، چې پېښور کې د طالبانو لخوا په سکول باندې بريد کې د ۱۳۲ ماشومانو په گډون ۱۴۱ کسان ووژل شو ، او وزيراعظم نوازشريف د هغې پېښې وروستو په ملک کې د تېزندۍ د عملي کېدو منظوري ورکړې وه .

راپورونه وايي د لاهور په کوټ لکپت جېل کې هم د پهانسۍ د څلورو سزاوارو د تېزندي کولو تيارۍ روانې دي ، او راتلونکي شواروځ کې دغه تېزندي امکان لري .

پاکستان کې به له دې وړاندې د نهې ، شورو او زيارت په ورځ سحر د نمانځه نه وړاندې مجرم ته تېزندي ورکول کېده ، خو د نوؤ قاعدو جوړېدو وروستو وس څه وخت هم مجرم تېزندي کېدی شي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG