لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لومړی پاېلټې نېلوفر رحماني سره مرکه


nelofar rehmani02
nelofar rehmani02

وګمه جاله وان

په افغانستان کې په لومړي ځل یوه مېرمن نېلوفر رحماني د افغانستان په پوځ کې د جهاز پاېلټه جوړه شوې او په ګرد هیواد کې یو شمېر افغان زنانه د نېلوفر رحماني دغه ګام د خپل ځان او خپلو لونړو لپاره یو ښه مثال ګڼي. د ډیوه ریډیو وګمه جالوان د نېلوفر رحماني سره د هغې ژوند او کار په اړه تفصېلي مرکه کړې تاسو ېې هم لوستې او اوریدې شۍ.

وګمه: د افغانستان لومړۍ پاېلټېجوړیدو سفر مو څنگه اوکړو؟

نېلوفر رحماني: زما لپاره دا د افتخار خبره ده چې ځه د خپل هیواد لومړی پېغله يم چې پاېلټه شوم. زما مخامخ د شېشی يو ديوال وو اوما دغه دیوال مات کړو. ځه په افغانستان کی دښځولپاره دا کار اسان نه دی خو ماد ځان سره قوي ژمنه کړی وه او دغه ارمان مې پوره شو چې زه خپل خوب پورا کړم.

وګمه: پدی کامیابۍ کې ستاسو د کورنۍ مرسته ستاسو سره وه که نه؟

نېلوفر رحماني: ما خپل ټول سبق او زدکړی په افغانستان کی کړي او يو ورور او درې خوېندې يو. هغو هم خپل سبقونه واېي خو يو هم پکی زما کار ته راتلل نه غواړي. پلار می انجينير دی او مور می د کور ميرمن ده. زه په دی حقله خوش قسمته وؤم چې زما کورنۍ زما پوره ملاتړ کړی خو له بده مرغه افغانستان کی ډيری کورنۍ داسی نه کوي او که دوي زما په شاه ولاړ نه وی نو ځه به دلته نوي چرته چې ځه نن يم.

وګمه: د ښځو د وضعي په هقله چې رپورټونه واېي افغانستان تر ټولو بد هيواد گرځېدلی. تاسو کومېويری لرۍ؟

نېلوفر رحماني: ځه ډيری انديښنی لرم. او په دی مایوسه کيږم هم چې زما د ملک ځينی خلکو داسی وضعه جوړه کړی چې ښځېپکې زياتی اغيز منې شوي.ځه داسی ماحول نه غواړم او ښځې بايد دا او نه منی. ځه گنړم افغانی ښځې ډيری قوي دي خو د دوی سره په ټولنه کی مرسته نېشته او خلک ېې نه

پريږدي چې ځانته کاميابه ژوند جوړ کړي. که زما په لاس کې وی نو لږ کوشش هم ډيرڅه تر لاسه کولی شی او ځه گنړم ۵ فيصده بدلون به هم مثبتې گټې برسيره کړي. ما چې کله فيصله اوکړه چې ځه به پايلټه جوړیږم نو اول مې دا په زړه کې وه چې د پلار ارمان پورا کړم چې هغه غوښتل چې پاېلټ شي او ما چې ځه به یې دغه خوب سر ته رسوم که څه هم ځه یوه لور یم.

وګمه: په کار کېدرسره د سړو رويه څنگه ده؟

نېلوفر رحماني: ځما په کار کی ښځې نه وې نو په شورو کی زما همکارانو ته داخبره ډېره عجيبه ښکاریده. خو زما هم دغه هڅه وه چې خپل کار کې ځان ثابت کړم چې زه هم هر کار کولی شم لکه چې زما همکارانو، رونړو کوو.نود وخت سره د هغوي رويه همبدله شوه او اوس هغوی زما او زما د کار ډير احترام کوي او پوهيگي چې زه يواځی يو سمبل نه يم او زه هم برابر د هغوی احترام لرم.

وګمه: تاسو د کار په وخت څنگه محسوسوۍ او کومجهازونه مو لوځولي؟

نېلوفر رحماني:په موجوده وخت کې ځه د هواېي ځواکونو سره د ټرانسپورټ جهازونه الوزوم لکه سی ٢٨ ، خو ډير زر به سی ١٣٠ جهاز هم آلوزوم. ځه چې کله جهاز الوزوم نو زما د ژوند تر ټولو خوشاله وختاو لمحه هم دغه وي او ځه ډيرپه سکون ېمه.

وګمه: په افغانستان کې ښځېد کومو ستونزو سره مخ دي؟

نېلوفر رحماني: په افغانستان کی د خلکو لويه مسله دا ده چې کلتور ېې د مذهب سره ګډ کړېدې.او ددغې وجې ښځو ته د هغو حقونه نه ورکړل کېږي. ښځې ډیر څه کولې شي. خو دوي موقعې نه لري. او پکار ده چې مساوي حقونو لپاره مشران ، ټولنه کې په ګډه کار اوکړي. په افغانستان کې دېرش کاله وړاندې ښځو ته ډیر حقونه تر لاسه وو. خو اووس ترې نه محرومه دي. نو د پخوا په پرتله د ښځو ژوند کې تارېکي راغلې خو د روښانه وخت هیله منه یم.

وګمه: پښتنو ښځو ته به ستاسو لخوا څه پېغام وي؟

نېلوفر رحماني: ځه غواړم چې د ټولې نړۍ ښځو ته دغه پېغام اورسوم چې دوي دې ځان ته یواځې د یوی ښځې په هېڅ نه ګوري. بلکه یو انسان چې ډیر حقونه لري او د سړو په خبرو تلل چې ګنې ښځې هر کار نه شي کولې . دوي دی دغه نظر رد کړي او په ځان باور پېدا کړي نو ټول حقونه د دوي لاس ته راتلې شي. او دغه کار به د دوي لخوا کېږي بل څوک دوي له دا کار نه کوي.

دغه مرکه تاسو په لاندېني لنک هم اوریدې شۍ.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:39 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG