لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وائي په حامدمير شوې حمله کې لاس نه لري


حامد مير باندی په کال ۲۰۱۲م کې هم د هغه د وژنې هڅه شوې وه
حامد مير باندی په کال ۲۰۱۲م کې هم د هغه د وژنې هڅه شوې وه
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانگی ائي ايس پي ار وروستو له هغې سپيناوی کړی ، چې د پاکستان په يوتکړه صحافي حامدميرباندې کراچۍ کې حمله شوې ، او د هغې وروستو د هغه ورور عامرمير د پاکستان په استخباراتي ادارې ائي ايس ائي او د دغې اداری په مشر د حملې تور پورې کړی و .
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانگې ائي ايس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې په حامدمير د شوي بريد غندنه شوې ده . او د ائي ايس پي ار وياند بيان کې په ائي ايس ائي او د دغې ادارې په مشر بي د څه ثبوته لگول شوی تور افسوناک او گمراه کوؤنکی گرځولی دی .
د ائي ايس پي ار په بيان کې وئيل شوي د پېښې دې ازادانه پلټنې وشي ، چې حقيقت په ډاگه شي .
له دې وړاندې نن د خالي په ورځ په نوميالي صحافي او د شخصي ټي وي (جيو) اينکر پرسن حامد مير باندې کراچۍ ښار کې يو قاتلانه بريد شوے چې پکې نوموړی ژوبل شوی دی ، او د درملنې دپاره روغتون ته وړل شوی دی .
د راپورونو ترمخه حامد مير د کراچۍ هوائي ډگر نه د ټي وي دفتر ته په لار ؤ ، چې نامالومه وسله والو پرې په لار کې ډزې کړي دي .
د حامدمير کشر ورور عامرمير چې هغه هم صحافي دی ، وئيلي حامدمير ورته وئيلي ؤ که په هغه بريد وشو نو زمه وار به يې د پاکستان د استختباراتي ادارې ائي ايس ائي مشر لفټننټ جنرال ظهيرالسلام وي .
عامرمير جيو ټي وي سره خبرو کې ووئيلي ؤ ، چې حامدمير ماته دغه خبره کړې وه چې د ائي ايس ائي مشر لفټننټ ظهيرالسلام او ادارې يې د هغه د وژنې منصوبه جوړه کړې ده . او دا ځکه چې د استخباراتي ادارې مشر د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف او بلوچستان په اړه په ځينې خبرو کولو د حامد سخت مخالفه دی .
هغه زياته کړې وه حامدمير د ائي ايس ائي د دغې گواښ په اړه يو ويډيو پيغام ريکارډ کړی ، او د صحافيانو د تحفظ دپاره کارکوؤنکي تنظيم کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټ (سي پي جی ) ته يې ليږلی دی .
او په دغې اړه يې د ليک په شکل کې د جيو او جنگ گروپ مشران ، حکومت او پوځ هم خبر کړی دی . له دې سره حامدمير د خپلې کورنۍ غړي او دوستان هم په دې اړه خبر کړي وو .
نوموړي وئيلي ، حامد مير ته دترهگرو نه زياته خطره د ائي ايس ائي نه وه ، او دا خطره او هغه سره مخالفت د ائي ايس ائي د پخواني مشر جنرال شجاع پاشا د وخت نه ؤ .
د کراچۍ پوليس مشراډيشنل ائي جي شاهدحيات په وينا حامد مير باندې درې ډزې شوي ، او گولۍ د هغه د وجود په لاندينۍ حصه لگېدلي دي .
د روغتون د سرچينو لخوا د حامدمير کامياب اپريشن شوی او وس يې روغتيايې حالت د خطرې څخه بهر دی .
د پوليس چارواکو په وينا حامدمير باندې د بريد په اړه کره مالومات لا نه دي ترلاسه کړی شوي ، په دغې اړه پلټنې پېل کړی شوي دي . خو د پېښې عېني شاهدينو وئيلي چې د حامدمير په گاډي ناتهاخان سيمه کې په سپينو جامو کې وسله والو ډزې کړي دي .
د کراچۍ پوليس مشر شاهد حيات وئيلي د پېښې دپلټنې دپاره يې کميټي جوړه کړی ، او پېښه کې د ککړوکسانو د نيولو هڅې روانې دي .
حامد مير باندی په کال ۲۰۱۲م کې هم د هغه د وژنې هڅه شوې وه ، او اسلام اباد کې د هغه په گاډي پورې چاؤديدونکي بارودي مواد تړل شوي وو .
دپاکستان نوميالی صحافي حامد مير په شخصي ټي وي چينل جيو باندې د پاکستان او سيمې په موجوده حالاتو او مختلفو مهمو موضوگانو باندې د بحث پروگرام کوي .
د پاکستان په مختلفو برخو کې له دې وړاندې هم صحافيان د نامالومه کسانو له لوري وژل شوي دي ، چې پکې يو د ډيوه ريډيو خبريال مکرم خان هم شامل دی .
پاکستان په نړۍ کې د خبريالانو دپاره په خطرناکو هيوادونو کې شمارل کيږي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG