لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرګسن: د رنګ او نسل په بنیاد تقسېم امریکاېي ښار


د ګل په ورځ د ګرېنډ جیوري د فېصلې وروستو په فرګسن کې پولېس واله د هغه ودانیو په خوا کې ولاړ دي چې ورته مظاهرچیانو اوور لګولی دی.
د ګل په ورځ د ګرېنډ جیوري د فېصلې وروستو په فرګسن کې پولېس واله د هغه ودانیو په خوا کې ولاړ دي چې ورته مظاهرچیانو اوور لګولی دی.

د اګست په نهمه نېټه د امریکا مېزوري ایالت فرګسن ښارګوټي کېیو سپېن پوستکي پولېس افسر ډیرن وېلسن یو اتلس کلن تور پوستکې یا افریقاېي امریکاېي ماېکل براؤن د یوی جګړی وروستو شپږ ډزې اویشتو. د دغې وروستو څو اونۍ د سېنټ لوېس کاونټې په خوا او شا سېمو کې ناقلاری وه او لوې مظاهری هم شوې وې.

د رپورټونو تر مخه ماېکل براؤن بې وسلې وو او پولېس افسر هغه او یو بل ملګری د سړک په منځ د تلو نه منع کول. د یو ځاېي تن تر مخه چې کله په براؤن ډزی کېدې نو هغه لاس پورته کړي وو او ځان ېي پولېس ته حواله کوو. که څه هم هغه د پولېس افسر وېلسن نه په منډه وو.

د وژل شوي اتلس کلنماېکل براؤن پوسټ مارټم رپورټ بیا ښاېي چې دغه ځوان په پولېس افسر حمله کړی وه او د هغې نه ېي د وسلی اغستو هڅه کوله. دغه خبره د پولېس په رپورټ کې هم شویده. د سېنټ لوېس کاونټۍ د ریکارډ تر مخه پولېس افسر وېلسنتېره میاشت د فرګسن ښار د پولېسو محکمې یو زنانه پولېس افسری سره واده هم کړی او نن صبا په سرکاري چهټۍ دی.

د ګل په شپه ناوخته په فرګسن کې د تشدد ډکې مظاهری شورو شوي
د ګل په شپه ناوخته په فرګسن کې د تشدد ډکې مظاهری شورو شوي

خو د ډزو دغې پېښې د ۲۱۰۰۰ د ابادۍ پدغه وړوکي ښار کې د نسل په بنیاد جور تقسېم راښکاره کړی چې اول ېي د تشدد نه ډکو مظاهرو او وروستو بیا خبره د پولېسو او د ځاېي خلکو تر مېنځهاېنښتو ته اورسېده. دغې تاو تریخوالي له بیا نوره هوا د دغه ښار تقسېم هم ورکړه. پداسې حال چې ښار کې د سپېن پوستکو په ځاېی د تور پوستکو ابادي سوا شویده. خو د تور پوستکو دغه سوا شوی شمېره بیا په ځاېي محکمو او پولېسو کې په نظر نه راځي.

د څېړنېزی ادارې سنټر فار امېرېکن پراګرس څیړنکار سېم فل ووډ د اګست په میاشت کې واېس اف امریکا ته وېلی وؤ چې په کال ۱۹۸۰م کې په فرګسن کې ۸۰ فېصده سپېن پوستکي امریکایان اوسېدل او په کال ۲۰۱۰ م کې بیا هم پدغه ښارکې د تور پوستکو ابادي ۸۵ فېصدي ته سوا شوه کوم چې یو لوې بدلون دی. او کله چې فرګسن د یو خاص رنګ د خلکو ښار شو نو ورسره غریب هم شو.

په فرګسن کې ځاېي خلک په انتخاباتو کې برخه هم د نورو امریکا یانو په شان نه اخلي. او د ووټ اچونکو شمیره د لس فېصدو نه هم کمه وي. چې ښاېي د دغې ټولنې زیاته برخه یو اړخ ته کړی شویده. په فرګسن ښار کې د اګست په میاشت کې د پېو رېسرچ سنټر لخوا شوي یوی نظر پوښتنې کې اتیا فېصده تور پوستکو وېلي وو د ماېکل براؤن کېس په فرګسن کې د نسل یا رنګ په بنیاد تفریق راپورته کړی. هم د دغه ښار په دریو کی یو سپېن پوستکې بیا د دغې خبری په حق کې دي او نور ېي مخالفت کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG