لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هنګري کې ایسار غیر قانوني کډوال غرب ته د تلو لار نه لري


د هنګري سرښار بوډاپسټ کې پولېسو د اوورګاړي هغه سټېشن خلاص کړی چرته چې د اروپا غربي هیوادونو ته تلونکي ګڼ شمیر غیر قانوني کډوال راغونډ دي. خو چارواکو وېلي د دغه سټېشن نه به غربي هیوادونو ته اوور ګاړې سفر نه کوي.

د زیارت په ورځ پولېسو دغه رېل سټېشن خالي کړی چرته چې د تېرو دوؤ ورځو نه په سلګونو غیر قانوني کډوال جرمني ته د تلو په طمع ناست دي. دغه کډوال په جرمني کې د سیاسي پناه اغستو پلان لري. که څه هم دغلته کډوال په عارضي توګه پرېښودل شوي خو تر دی دمه دا نه ده معلومه چې دغه کډوال به وړاندی چرته ځي.

د هنګري چارواکو کډوالو ته غرب پلو ته د تلو اجازه وروستو د هغې ورکړه کله چې جرمني اعلان اوکړو چې د دغه غېر قانوني کډوالو خواستونه به منظوروي. خو نن بیا د هنګري چارواکو ناڅافي اعلان اوکړو چې دوي به د ویزو بغېر څوک هم غربي هیوادونو ته تلو ته نه پریږدي.

د هنګري وزیراعظم وېکټر اربن نن وېلي د هنګري په سرحد یا پوله د کډوالو دغه ستونزه د اروپا نه د جرمني ستونزه ده. په برسلز کې د اروپاېي پارلیمان د صدر ښاغلي مارټن سره د لیدو کتو وروستو ښاغلي وېکټر زیاته کړه کوم کډوال هم چې جرمني ته تلل غواړي دوي به د هنګري او نورو اروپاېي هیوادونو نه تېرېږي. د هغه په وینا د هغه هیواد د اروپاېي اتحاد ټول قانونه عملي کولو لپاره خپل پوره ګامونه پورته کړي چې پکې د دغه کډوالو رجسټرېشن هم شامل دی.

د اروپاېي پارلیمان صدر مارټن پدغه محال زیاته کړه چې دغه ستونزه یواځې د جرمني نه د ټولې اروپا ده. ځکه ۵ لکه کډوال په ټوله اروپا کې ځاې کول به ګرانه نه وي خو دغه کډوال یوڅوهیوادونو ته په غاړه کول به سمه خبره نه وي.ښاغلي مارټن زیاته کړه پدی روانه مسله د اروپا ېي هیوادونو خپلو کې همکاری ډیره مهمه ده.

د دویم نړیوال جنګ وروستو اروپاېي هیوادونه د کډوالو د لوې ستونزی سره مخ دي. په تېرو څو کلونو کې په شام، منځني ختیز ، آسیا، او افریقاېي هیوادونو کې د جګړو او غربت د لاسه په لکونو خلک د اروپاېي هېوادونو پولو ته رسیدلي. د ۲۸و هیوادونو اروپاېي ډله به د کډوالو دغه لوې ستونز په سر د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه یوه بېړنې غونډه هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG