لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مصرې وسله والې ډلې داعیش سره د الحاق اعلان


داعیش خلاف د هوائي بمبارۍ په هکله د امریکې صدر براک اوباما ویلي شام او عراق کې يي ډلې ته ډیر نقصان رسولی دی. د سې بې ایس ټیلې ویژن فیس دې نیشن پروگرام کې براک اوباما وویل هوائي بمبارۍ د داعیش د پرمختگ مخه نیولې ده
داعیش خلاف د هوائي بمبارۍ په هکله د امریکې صدر براک اوباما ویلي شام او عراق کې يي ډلې ته ډیر نقصان رسولی دی. د سې بې ایس ټیلې ویژن فیس دې نیشن پروگرام کې براک اوباما وویل هوائي بمبارۍ د داعیش د پرمختگ مخه نیولې ده

د مصر انصار بیت المقدس نومې ډلې شام او عراق کې جنگ کې ښکیل اسلامک سټیټ یا داعیش وسله وال تنظیم سره د الحاق اعلان کړی دی.

مصري وسله والې ډلې د خپل ټویټر اکاونټ د لارې داعیش سره الحاق اعلان کړو او البغدادي يي د خلیفه په نوم یاد کړو. مصري ډلې په مسلمانانو غږ وکړو چې د البغدادي ملاتړ دې وکړي.

بلخوا د عراق یو لوړ رتبه چارواکې د اتوار یا یک شنبې په ورځ د البغدادي په هوائي حمله کې د زخمي کیدو خبره کړې ده خو د امریکې د دفاع وزارت یا پینټگان ویلي د البغدادي د زخمي کیدو په هکله ورسره څه معلومات نېشته.

ویل کیږي د البغدادي د زخمي کیدو تصدیق د عراق د دفاع وزیر خالد العبیدي په فیس بک خپل پېغام کې کړې دی. هغه ویلې البغدادي موسل ښار کې د جمعې په ورځ په هوائي بمبارۍ کې ژوبل شوی دی.

د عراق د دفاع وزارت هم ددغه خبرې تصدیق ایسوسي ایټډ پریس نومې خبري ادارې ته کړې دی. نورو خبري ادارو ویلي حمله کې د البغدادي یو نزدې همکار وژلی شوی هم دی.

داعیش خلاف د هوائي بمبارۍ په هکله د امریکې صدر براک اوباما ویلي شام او عراق کې يي ډلې ته ډیر نقصان رسولی دی. د سې بې ایس ټیلې ویژن فیس دې نیشن پروگرام کې براک اوباما وویل هوائي بمبارۍ د داعیش د پرمختگ مخه نیولې ده.

براک اوباما وویل عراق کې د امریکې ١٥٠٠ پوځي صلاحکارانو پرځائې کیدل داعیش خلاف د جنگ نوی پړاؤ دی. امریکائي پوځي صلاحکاران به د عراقي ځواکونو تربییه کوي او صدر براک اوبامه وویل امریکایان به عراق کې په جنگ لاس نه پورې کوي.

شام، عراق او اوس مصر کې د جړې نیولو تر څنگ داسې رپورټونه هم وو چې اسلامک سټیټ یا داعیش پاکستان کې هم سر ښکاره کړی دی. پیښور او کراچۍ کې ویل کیدل چې د داعیش شبامې او په دیوالونو لیکونه خواره شوي دي. د پاکستاني طالبانو یو پخواني ترجمان ویلي هغه او د هغه سره ځېنې نورو طالبانو داعیش سره د الحاق اعلان کړی دی خو د پاکستان حکومتي چارواکې د هیواد په خاوره د اسلامک سټیټ د شتون خبرونه ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG