لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر د الجزیره خبریال خپل هیواد اسټریلیاته ولیږلو


الجزیره د پیټر گریسټا د ازادیدو هرکلی کړی دی او غوښتنه يي کړې ده چې بهار او فهمي دې هم راخلاص او په هغوي لگول شوي الزامات دې رد کړی شي
الجزیره د پیټر گریسټا د ازادیدو هرکلی کړی دی او غوښتنه يي کړې ده چې بهار او فهمي دې هم راخلاص او په هغوي لگول شوي الزامات دې رد کړی شي

مصر د الجزیره نیول شوی خبریال پیټر گریسټا د قید نه ازاد کړو او خپل هیواد اسټریلیا ته يي ولیږلو.

پیټر گریسټا چې د اخوالمسلیمون د ملاتړ په الزام سزا شوی وو او د تیر یو کال نه زیات وخت راهسې په قید کې وو، د مصر صدر عبدالفح السیسي په حکم د اتوار یا شنبې په ورځ ازاد کړی شو.

هغه د قبرص په لار مصر نه اسټریلیا ته روان شو.

پیټر گریسټا قید کې د ۴٠٠ نه زیات وخت تیر کړو. هغه ته په داسې مقدمه کې اووه کاله د قید سزا ورکړی شوي وه چې د انساني حقوقو پلویانو ټوکه گرځولې وه.

گریسټا سره د الجزیره دوه نور خبریالان محمد فهمي او محمد بهار هم نیول شوي وو چې لا نه دي ازاد کړی شوي. فهمي ته اووه کاله او بهار ته ١٠ کاله د قید سزا ورکړی شوي ده.

الجزیره د پیټر گریسټا د ازادیدو هرکلی کړی دی او غوښتنه يي کړې ده چې بهار او فهمي دې هم راخلاص او په هغوي لگول شوي الزامات دې رد کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG