لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاس څوک وهي - پاکستان که افغانستان ؟


د تېرو درېو لسيزو راهسې د شلو لکو نه زیاتو افغان کډوالو کوربه هېواد پاکستان مشران د وزيرستان نه د پينځویشت زره کورنیو خوست ته په کډه کولو بې آرامه شوي دي – د پښتنو د صوبې گورنر مهتاب عباسي په ډاگه ویلي "افغان حکومت زمونږ خلقو ته د زیاتو مرستو لالچ ورکوي او خپل پلو ته یی په هجرت مجبوره وي چې د پاکستان په کورونو چارو کې غیر ضروري مداخلت دی" عباسي په پنجاب کې د طاقتوره ښي اړخيزه سیاسي گوند مسلم ليگ (ن) سره تعلق او د هزارې اوسېدونکې دی. د ښاغلي عباسي نه وړاندې د مذهبي سياسي گوند جماعت اسلامي امير سراج الحق هم په پېښور کې د خبرو په وخت افغانستان ته کډوال شوو ته د بیرته ستنیدو غږ کړې وو- او ویلي یی وو هېواد یی د کډوالو پاللو توان لري- د افغانستان د خوست گورنر عبدالجبار نعيمي دغه تورونه ردوي او وایی هیواد یی د چا په کورنو چارو کې مداخلت نه کوي او د کډوالو مرسته په انساني، مذهبي او قامي بنیادونو کوي-

گورنر خیبر پښتونخوا سردار مهتاب عباسي د افغان سفیر جانان موسازۍ سره
گورنر خیبر پښتونخوا سردار مهتاب عباسي د افغان سفیر جانان موسازۍ سره

خو د پاکستاني کډوالو سره د افغانستان مرستو خبره د دوه گورنرانو د تورونو او سپيناوي تر حده نه معلومېږي- داسې ښکاري پاکستان سره څه ژورې ویرې مل دي - د گورنر عبدالجبار نعيمي ، سپين روبي سیاست دان افضل خان لا لا، د افغان- پاکستان چارو څېړونکو طاهر خان او سميع یو سفزۍ نه مو د پاکستان په دغه وسوسو او اندیښنو د پوهیدو هڅه کړې ده.

د گورنر نعيمي غبرگون

د خوست والي عبدالجبار نعیمي یوې غونډې ته د وینا په مهال
د خوست والي عبدالجبار نعیمي یوې غونډې ته د وینا په مهال

ښاغلې نعيمي وایی افغانستان پلو ته تلونکي خلقو د جگړې د منطقې نه د امن منطقې ته هجرت کړې او ځايی خلق، حکومت او ملگرو ملتونو ادارې ورسره په انساني بنیادونو مرسته کوي- هغه وایی مونږ چاته نه دي ویلي چې دلته راشۍ خو وایی دغه راغلي خلق دلته خپلوۍ، دوستۍ او تعلقات لري اویو بل سره مينه لري- گورنر داسې سکوټ ځواب خو نه دی ویلې چې خپله په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو په بېرته راوستو کې به څومره وخت ولږي خو وایی د هېواد د کډوالو اداره یی په دغه اړه خپلې زموارۍ پوره کوي -

please wait

No media source currently available

0:00 0:40:54 0:00
Direct link

د پاکستان تورونه روا دي؟

د افغانستان او پاکستان چارو څیړونکې او خبریال طاهر خان وایی د پاکستان قبایلي سيمو خلق د هیواد نه سخت گيله من دي- هغه وایی د وزيرستان خلقو سره د ځایی حکومت رویه سمه نه ده او دویی افغانستان ته په خپله خوښه اوختي دي- طاهر خان سره ویره ده که چري د قبایلو سره پاکستان په رویه کې بدلون را نغلو نوهغویی به د پاکستان لومړي مشر محمد علي جناح د قول سره سمه خپله اذادي وغواړي- طاهر خان داسې هم فکر کوي چې د مرورو قبایلو په ‏رضا کولو کې ورته څه سنجيده کوششونه په نظر نه راځي-

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:35 0:00
Direct link

د افضل خان لا لا دريز او قامي وحدت

افضل خان لالا
افضل خان لالا

افضل خان لالا سپين روبې پښتون قام پرسته مشر او د پښتنو قامي وحدت ارماني دی خو د گورنر عباسي سره په دی یو دی چې افغان حکومت له پکار ده چې په پاکستان کې میشت په میلینونو افغانانو د بوتلو بندوبست وکړي- هغه وایی د افغانستان دغه کار عقل نه مني چې خپلو له مرسته نه کوي او د پاکستان نه تلونکو ته یی ملا تړلي – ښاغلې خان لالا دا هم وایی چې د سکول د زمانې نه د پښتنو د قامي وحدت ارمان لري-

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:11 0:00
Direct link

په پاکستان کې افغان کډوال

د جومات د منارې په پس منظر کې د افغان کډوالو په پشین بلوچستان کې کیمپ
د جومات د منارې په پس منظر کې د افغان کډوالو په پشین بلوچستان کې کیمپ

په 1979م کې سویت یونین افغانستان ته ننوتو او په لکونو افغانانو پاکستان ته کډې وکړې- پاکستان ورته زیاتره په خیبر پښتونخوا، قبایلي سيمو، بلوچستان او د سند صوبې غټ صنعتي ښارکراچۍ ته نزدې په څه ځایونو کې ډاگه زمکه ورکړه – دغه شان پاکستان په افغانستان کې د روس خلاف د افغان جهاد ملگری او په کور دننه د لکونو افغانانو کوربه شو- څېړونکي وایی په انعام کې د پاکستان خزانه د ډالرو او پوځي گودامونه د وسلې نه ډک شو. د ملگرو ملتونو کډوالو ادارې (يو-این- ایچ- سي- آر) د تازه شمیرو تر مخه د کال 2014م په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د مېشت افغانان کډوالو قوي شمېر شپاړس لکه (1.6) میلین وو. خو خبریال طاهر خان وایی ددې نه علاوه شل لکه ( 2 میلینه) غیر رجسټرډ شوي کډوال هم دي.

په افغانستان کې د پاکستان کډوال

د کال 2014م د جون په پينځلسمه د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ترهگروپه خلاف عملیات (ضرب عضب) شورو کړه- د پاکستان په بیړني حالاتو کې د مرستو کولو سرکاري ادارې (ایف- ډي- ایم- ای) تر مخه یو میلین خلق کډوال شو چې زیاتره د خېبر پښتونخوا بنو پېښوراو کراچۍ ته لاړل – او ځيني د شمالي وزيرستان د غلام خان سره نزدې د خوست ښار په جنوب کې پينځلس کلومیټره لرې گوربز اولسوالۍ ته و رسیدل دغه پاکستاني کډوالو ته افغان چارواکو گلان کېمپ جوړ کړو- خبریالان وایی هلته ورته خلق کډوال یا مهاجرين نا بلکه گلان وایی- پښتانه گلان - د خوست گورنر وایی هلته پينځویشت زره کورنۍ رسيدلي اونور هم روان دي-

د پاکستان اندېښنې ولې؟

د شمالی وزیرستان نه کډوال شوي پښتانه په خوست کې
د شمالی وزیرستان نه کډوال شوي پښتانه په خوست کې

د افغان چارو څېړونکې او خبریال سميع یوسفزۍ وایی پاکستان سره ویره ده چې افغانستان ته کډوال شوي خلق د پاکستان خلاف استعمال نه شي- هم دغه شان ویره د مذهبي سياسي گوند جماعت اسلامي امير سراج الحق په پېښور کې ښکاره کړې وه- سميع یوسفزۍ وایی چې کله افغانان په پاکستان کې کډوال وو نو د مرستو په نوم د ډیرو اهدافو لپاره او ډیرو مقصدونو لپاره استعمالیدل- او وس هم ددغه کډوالو کېمپونو کې د افغان حکومت خلاف گڼ شمېر مقصدونه پوره کېږي - پوره 35 کاله ورستو چې د تاریخ په پاڼه پاکستانیان هم مها جرين شو نو سميع یوسفزۍ وایی چې وس به پاکستان ته ارو مرو په کډوالو کړي خپلې تجربې یادېږي –

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:30 0:00
Direct link

د ډیورنډ لانجمنه کرښه

د ډیورنډ کرښې پښتانه په دواو برخو کې ویشلې دي
د ډیورنډ کرښې پښتانه په دواو برخو کې ویشلې دي

په 1893م کې د افغانستان امير عبدالرحمان او انگريز واکمن سر مارټمر ډیورنډ تر مینځه یوه لوظنامه لاس ليک شوه چې د ډیورنډ په نوم یی د 2640 کلوميټره کرښې راښکلو سره وسني پاکستان او افغانستان پښتانه په انتظا مي وېش بیل کړل - مورخين وایی د دغه سل کلنه معاهدې معیاد پوره شوې دی خو پاکستان له قسته په افغانستان کې بې ارامي ساتل غواړي. څېړونکي وایی که چري افغانستان مظبوط او په امن شو نو هم هغه ورځ به د ډیورنډ کرښې له مینځه لرې کولو غږ کوي چې پاکستان ته منظور نه دی – د تاريخ کتابونه وایی د ډیورنډ د معاهدې نه وړاندې د پاکستان خېبر پښتونخوا، فاټا او بلوچستان او پنجاب ځيني سيمې د افغانستان ملکيت وو-

وطن بیل خو پښتانه یو دي

د چمن په پله یو پښتون مزدور
د چمن په پله یو پښتون مزدور

د ډیورنډ دواړو خواو ته د جدا جدا حکومتونو د قانون لاندې پښتانه پاتې کیږي – خو د دود دستوراو غم ښادي ېې شريک دي- سپين روبې مشر افضل خان لا لا وایی دا پښتانه د یو وجود جدا شوې برخې دي. په دویی کې د زیاترو نيم خاندان په افغانستان او نيم په پاکستان کې وي. د افغانستان نه د وایس اف امريکه اشنا ریډیو خبر یال ابراهيم رحيمي وایی تیره اونۍ په خوست کې د دواړو خواوو ديني او قامي مشرانو په شريکه غونډه کې په دوه برخو کې د وېش په مقابل په لوړ همت د ودریدو فیصله کړې ده-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG