د پاکستان پنجاب صوبې د فېصل اباد ښار په ضلعې جېل کې عقيل عرف ډاکټر عثمان او ارشد محمود د جمعې په شپه نهه بجې تېزندي کړی شو ، سرکاري ميډيا هم د دغې خبرپخلی کړی دی .
د سرکاري ميډيا ترمخه ډاکټر عثمان پينډۍ کې د پوځ په جنرل هېډ کوارټر (جي اېچ کيو) باندې په کال ۲۰۰۹م کې شوي بريد ، کال ۲۰۰۸م کې د پوځ د يو ډاکټر مشتاق بېگ د وژنې سره لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټيم شوي بريد کې هم ککړ ؤ .
ډاکټر عثمان چې د پنجاب صوبې د کهوټه سره يي تعلق ؤ ، د پاکستان پوځ کې هم پاتې شوی دی .
او ارشد پخواني پوځي صدر (ر) جنرال راحيل شريف باندې شوي ترهگريز بريد کې ککړؤ .
په دواړو تېزندي شوؤ کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوې او پوځي عدالتونو دويي ته د پهانسۍ سزا اورولې وه .
راپورونه وايي د تېزندۍ نه وړاندې د دواړو نه بيانونه ريکارډ کړی شوي ، ډاکټري معائينې يي شوي او د کورنو سره يي ورله اخري ملاقاتونه هم کړي وو .
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تېره شپه شپږو ترهگرو ته د تېزندۍ ورکولو منظوري ورکړې وه .
فېصل اباد کې تېزندۍ په داسې وخت کې عملي شوي ، چې وزيراعظم نوازشريف د نهې په ورځ پېښور کې په سکول د خونړي بريد نه پس په ملک کې ترهگرو ته د مرگ سزا نه د بنديز پورته کولو منظوري ورکړې ده .
د کال ۲۰۰۸م وروستو پاکستان کې د تېزندۍ په سزا ورکولو غېراعلانيه بندېز لگول شوی ؤ ، خو د نوازشريف د فېصلې وروستو لمړۍ تېزندۍ په فېصل اباد کې ورکړل شوې >
او راپورونه وايي صبا په کراچۍ کې هم د پهانسۍ د نورو سزاوارو د تېزندي کېدو امکان دی .