لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مزه مزه جوهر مې د پښتو خوري- دا د خپلی تورې ځنګ دی نه پوهېږم


Dr Raj Wali shah Khattak
Dr Raj Wali shah Khattak

د پښتو عصري ادب وتلی شخصیت، شاعر، لیکوال، محقق او نقاد ډاکټر راج ولي شاه خټک د گل یا دوشنبې په ورځ د زړه د دورې له امله په حق ورسیدو. ډاکټر راج ولي شاه د خپلې کورنۍ سره سوات نه بیرته را روان وو چې ملاکنډ سره پرې په زړه دوره راغله او ساه يي ورکړه. د هغه زوي وي او ای ته د ډاکټر صیب د مرگ تصدیق وکړو.

خدایې بخښلې ډاکټر راج ولي شاه خټک هېله د حکومتي نوکرۍ نه وزګار شوی وو چې د زړه په حمله باندې په حق ورسیدو. نومړی درې شپېته کلن وؤ. د اوسني دور پښتو څېړونکو، ناقدینو او استاذانو کې یې یو نا بغه حېثت لرلو. د پښتو لپاره هغه خپلې هلې ځلې په خپل یو شعر کې داسې لېکلي.

په مزه مزه جوهر مې د پښتو خوري

دا د خپلی تورې ځنګ دی نه پوهېږم

د نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزۍ په خپل یو ټویټ پېغام کې لېکلي: ( ډاکټر راج ولي شاه خټک پښتو ادب او ژبې ته ډیر څه ورکړي).پښتون ملت پاله مشر افراسیاب خټک په یو بل ټویټ کې واېي: (خدایې بخښلي ټول عمر د پښتو خدمت کړی).

ډاکټر خټک د پښتو استاز او بیا په پېښور پوهنتون کې د پښتو اکېډمۍ د مشر په توګه یې هم کار کړی. د پښتنو په سېمه کې یې روانه ګډوډي د اباسین د چپو او په تارېخ کې د پخواني پښتون دښمن اورنګزیب باچا سره داسې په نسبت کړي.

بیا دې څه فتنې پېدا کړې اباسینه

په چپو دې سور اورنګ دی نه پوهېږم

ډاکټر راج ولي شاه خټک د لر اوبر پښتو د لېک لوست قاعدو کې فعاله رول لرلو او د دواړو خواو پښتو یو کولو کې یې غټه ونډه لرلې.

ډاکټر راج ولي شاه د نوښار ضلعې په ډاگ اسماعیل خیلو کلې کې په کال ١٩٥٢ کې د قدیم شاه په کور کې زیږیدلی وو او تعلیم يي په پیښور کې ترلاسه کړی وو. ډاکټر راج ولي شاه د پیښور یونیورسټۍ نه د ایم ای ډگري ترلاسه کړه او بیا د پښتو اکیډیمۍ مشر په توگه يي خدمات ترسره کړل. هغه د ذکړې او د تحقیق په لړ کې د امریکې سفر هم کړی وو. ډاکټر راج ولي شاه خټک د پیښور یونیورسټۍ د پښتو څانگې مشر هم پاتې شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG